کور / سپورټي / افغانستان برمودا ته په ١٥ منډو ماته ورکړه

افغانستان برمودا ته په ١٥ منډو ماته ورکړه

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي د برمودا هيواد ته په ٢٠ اوورنو کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٨ منډي هدف وټاکئ.
افغان کپتان پچه وګټله او د بېټينګ کولو پرېکړه يې وکړه، چي کريم صادق ٢٢، جاويد احمدي ١٣، محمدشهزاد ٦٤، اصغر ستانکزي ٢٦، محمدنبي ٢٢، او ګلبدين نائيب ٢٦ منډي جوړي کړې.
د افغانستان درو منډي جوړوونکو ډېره تېزه او ښايسته لوبه وکړه چي محمدشهزاد په ٣٨ بالونو ٦٤، محمدنبي په ١٣ بالونو ٢٢ او ګلبدين نائيب په اتو بالونو ٢٦ منډي جوړي کړې.
محمدشهزاد او ګلبدين نائيب د لوبي تر پايه ونه سوځېدل.

د برمودا لوبډلي د بيټينګ په پيل کي د افتاب عالم په بال خپل اول لوبغاړى د لاسه ورکئ او په ٢٠ اوورنو کي يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډي جوړي کړې.
د افغانستان له خوا افتاب عالم تر ټولو ښه بالينګ وکئ، چي په څلورو اوورنو (٢٤) بالونو کي يې ٢٣ منډي ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځل.
همدا راز ميرويس اشرف، ضميرخان او سميع الله شينواري د برمودا يو – يو نفر وسوځاوه او لوبه د ١٥ منډو په توپير د افغانستان په ګټه ختمه سوه.

افغانستان په روان ټورنمنټ کي اووه لوبي کړي، چي ټولي يې ګټلي دي.
د کرکيټ دغه لوبي د ١٦ هيوادونو ترمنځ په دوبۍ کي ترسره کېږي، چي اول او دوهم نمبر ټيمونه به يې په ٢٠١٢ شل اووريز نړۍ وال کپ کي د ګډون حق ترلاسه کړي.