کور / شعر / زور واکي

زور واکي

داستبداد او زورواكۍ
په شپو كې
دجنګ او وير بلاوې
زما دخلكو پرمرۍ
لكه خپسې خښې؛

دويجاړۍ او ورانكارۍ
دا ترهه ګرې نښې
چې د پرديو په لمسون
لكه رقاص نڅيږي،
د پيغلې سولې
پرټټر لكه غومبسې خښې؛
دخلكو ژوند
دخلكو اند
دخلكو وياړ ته
منتظرې سترګې،
ولسواكۍ ته په تياره درشل كې،
تلونكي ياران،
يو دوه كوترو غوندې
د څو ښكاري بازانو
لومو كې، بېوسې خښې


كارته پروان- كابل
1382 دتلې لسمه ( لطف الله مشعل )