کور / تازه خبرونه / د افغانستان بانک د پيسو د لېږد نوی قانون تصويب کړ

د افغانستان بانک د پيسو د لېږد نوی قانون تصويب کړ


د فایننشل ټایمز د راپور په اساس، د افغانستان مرکزې بانک، پدې خاطر چې د مالې تروریزم مخه ونیسي،  د نقدي پیسو د انتقال په اړه نوی بانکې قانون تصويب کړیدی . د افغانستان د مرکزې بانک ریئس نورالله دلاوري وایې چې ددغه قانون له مخي به د ۲۰۰۰۰ شل زره ډالرو څخه پورته د نقدو پیسو انتقال ته اجازه ورنکړل سي. که څوک غواړي چې تر شل زره ډالرو پورته پیسی د افغانستان څخه دباندي انتقال کړي باید د بانکونو له طریقه په قانوني بڼه انتقال سي. دا تصمیم په داسي حال کښې نیول کیږي چې د کابل د هوایې ډګر څخه انتقال سوي پیسیې تیر کال و ۴.۶ بیلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي چي د افغانستان د ۱۳۸۹ کال د بودجي  (۴.۸ بیلوینه ډالره) سره برابريږي .
د یادوني وړ ده چي مخکې به هره اندازه پیسو ته د کابل په هوایې ډګر کښې د یوې فورمي په ډکولو سره اجازه ورکول کیدل خو نور به په هیڅ صورت کښې د ډیرو نقدو پیسوانتقال ته اجازه ور نکړل سي. دغه کار یو تعداد صرافان په غوسه کړي او  وایي چي د پیسو د حوالي په کمیشن کې به زیاتوالئښ راولي.