کور / نثر / په پکتياکې د١٣٩٠ کال غوره شاعر

په پکتياکې د١٣٩٠ کال غوره شاعر

 وايي چې شاعران د الله پاک شاګردان دي او هم شعر ته حکمت ويل شويدي
ريښتيني شاعران چې دې ټولنې حقايق او اړتياوې منعکسوي ، دستاينې او
درناوي وړدي .
دادئ د پکتياغږ نشراتي مرکز د تير اعلان له مخې په پکتيا ولايت کې د ١٣٩٠
لمريز کال غوره شاعر قاري محمد رفيق مهران چې د سيد کرم ولسوالي
اوسيدونکي دئ او د قران کريم دتدريس کورس هم لري د ارزونې د پلاوي له خوا
د کال
غوره شاعر پيژندل شويدئ .


ياد شاعر د قران مجيد دښوونکي په توګه دنده ترسره کوي په شعر اوشاعري کې
هم لوي لاس لري چې موږ دوي ته پدغه لاره کې د لابرياليتوب هيله کوو
 .


په ظاهره یوګدایی ته پاچاه یی


ته په زړه کې دهر چایی ته پاچاه یی
تور باڼه دې لوی لښکر داتلانو
خود به غټې غټې وایی ته پاچاه یی
نا ځواني له کبره ډکه پاچاهي ده
اوس ماغندې خپل ځان ستایی ته پاچاه یی
دهغه اولس ارمان  دې شهید کړی
چې دکوم اولس په رایی ته پاچاه یی
مهران اوس هم په بارباریوچاته وایی
زه ملنګ یم ته پاچا یی ته پاچایی