د کندهار چارواکو د فرانسوي تبعه د نيول کېدو خبره رد کړه
کندهار افغانستان- په کندها رکي د ټولو عدلي، قضايي او امنيتي ارګانونو د ثبت او ريکارډ پر اساس تر دې دمه د محمد ميراه په نوم هيڅ يو فرانسوى تبعه او اوسېدونکى نه دى نيول سوى.
يو شمېر افغاني او لوېديزو رسنيو داسي راپورونه خپاره کړي چي په ٢٠١٠ ميلادي کال کي هغه فرانسوى تبعه چي د يوه مکتب زدکوونکي يې ووژل په کندهار کي نيول سوى و، چي سم نه دي.
د محمد ميراه په نوم دغسي يو کس چي الجزايري الاصله فرانسوى بلل سوى په افغانستان کي نه دى نيول سوى او زموږ د ثبت د کتابونو پر اساس په تېره يوه لسيزه کي د محمد ميراه په نوم هيڅ يو فرانسوى يا الجزايرى په کندهار کي نه دى نيول سوى.
د يادوني وړ ده چي د اروپايي هيوادونو لويو او کوچنيو ټولو رسنيو نن دا خبر د کندهار دمحبس د مسولينو له خولې خپور کړ چي ګواکي په فرانسه کي د ښوونځی پر استاد او شاګردانو بريدکوونکي درې کاله د کندهار په زندان کي بند تېر کړئ و او د محبس د ماتېدو پر مهال تښتېدلی و . خو دکندهار چارواکو ډير ژر دا خبره رد کړه .