کور / هستوي فزيک / افغانستان کی د ګرځنده تیلیفونو د ۳جی خدماتو لایسنس ورکړل شو

افغانستان کی د ګرځنده تیلیفونو د ۳جی خدماتو لایسنس ورکړل شو

دغه ټیکنالوژی د افغانانو په ژوند کی پراخ مثبت بدلون راولي



انجنیر سید احمد شاه سادات


د مخابراتو د علومو متخصص انګلستان


۲جی بیا ۳جي او بیا ۴جي او بیا ۰۰۰جی، جی یعنی څه!!!



د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژئ وزارت تیره اونۍ اعلان وکړ چه د ۳ جی د ګرځنده تیلیفونونو لایسنس یی د اتصالاتو شبکی ته د شل ملیونه ډالرو په بدل کی ورکړ او نورونو ګرځنده تیلیفونی شبکو ته به د ۳ جی د جواز ورکولو لړۍ دوام ولري.


لکه څرنګه چه دغه د نوی تکنالوژئ د خدماتو وړاندی کول د ډیرو هیوادوالو په ذهنونو کی دا سوالونه پیدا کوی چه ۳جی یعنی څه؟ ایا د مشترکینو لپاره څه نوی خدمات وړاندی کوی؟ ایا مشترکین نوی سیم کارت ته ضرورت لری؟ ایا مشترکین نوی ګرځنده تیلفون الی ته ضرورت لری؟ ایا د ۳جی نه وروسته کوم بل جی هم شته؟ او داسی نور..


نو له همدی کبله می وپتیله چه ګرانو هیوادوالو ته لاندینی معلومات راټول او وړاندی کړم.


جي –  په انګلیسی ژبه کی مخفف د جنیریشن یعنی نسل ته وایی.


اصلاً د ګرخنده تیلیفونونو خدمات په آخر د ۱۹۸۰ لسیزه کی د ۰جی (صفر جی) څخه شروع شول.


دغه ۰جی یعنی د سټیلایټ ټیلیفونونه وو چه د بیړیو د اړیکو لپاره تری استعفاده کیده. چه هر یو ددغه سټیلایټ ټیلیفون په هغه وخت کی په زرګونو ډالرو ارزښت درلود. او پیرودل یی ګران وو.


د آیروډیم، ګلوبل سټار او اییوټیل سټ په نامه یواځنی شرکتونه وو چه په نړیواله کچه یی ساحی تر پوښښ لاندی وی. په هغه وختونو کی هر چا دغه فکر درلود چه کله هم سټلایټ تیلیفون ارزانه او کوچنی شی نو هر څوک به یی وپیری او همدغه سټلایټ ټیلیفونونه به د نړی د عمده اړیکو ذریعه وی.


مګر دغه نظریی هغه وخت تغیر وکړ چه کله د جی اس ایم (د ګرځنده ټیلیفونو نړیوال سیستم) د اول ځل لپاره په فینلند کی په ۱۹۹۰/۱۹۹۱ کی پلی شو.


د ګرځنده تیلیفونو تیره او آیینده ټکنالوژی په لاندی ډول ده.


۱جی – دغه اولینی نسل جی اس ایم سیستم وو چه په انالوګ سستم فعال وو. فقط صوتی خدمات یی عرضه کول د اس ایم ایس ټکسټ پیغامونه هم تری نه شول لیږدول کیدای. د یو څو کلونو لپاره په ځینو هیوادونو کی پلی شوی وه.


۲جی – دغه د جی اس ایم دوهم نسل سیستم دی چه په ډیجیټل سستم فعال دی. او په ټولو هیوادو کی نن سبا دغه ټکنالوژی پلی شوی ده. د صوتی خدماتو تر څنګ د اس ایم ایس ټکسټ پیغامونه هم تری لیږدول کیدای شی.



دغه سیستم د ۹ څخه تر ۱۴.۴ کیلو بیت پر سیکنډ د سرکټ ډاټا د انتقالولو ضرفیت لری. په افغانستان کی موجوده د ګرڅنده تیلیقونونو پلی شوی سیستم همدا ۲جی سیستم دی.


دغه د ۲جی سیستم د انټرنیټ لپاره سرعت نه لری او د انټرنیټ لپاره د استعمال وړ نه دی. د صوت، اواس ایم اس مسیجونو خدمات پری وړاندی کیدای شی


۲.۵جی – دغه هم د جی اس ایم دوهم نسل سیستم دی، چه جی پي آر اس ورته وایی او په ډیجیټل سستم فعال دی او په لوړه اندازه د ۲۰ کیلو بیت پر سیکنډ نه تر۱۱۵ کیلو بیت پر سیکند د پکیټ ډاټا د انتقالولو ضرفیت لری. د انټرنیټ د استعمال لپاره کافی سرعت لری او د انټرنیټ  د پاره د استعمال وړ دی. صوت، میسیجونه او انټرنیټ دری واړه خدمات پری وړاندی کیدای شی. په افغانستان کی دغه د جی پی آر اس سیستم پلی شوی او ټول مخابراتی شرکتونه د انټرنيټ خدمات د دغه سیستم له لاری نن سبا په افغانستان کی وړاندی کوی.


۲.۷۵جی – دغه هم د جی اس ایم دوهم نسل سیستم دی، چه ایدج ورته وایی او په ډیجیټل سستم فعال دی او په لوړه اندازه تر ۱۸۰ کیلو بیت پر سیکند د پکیټ ډاټا د انتقالولو ضرفیت لری. د انټرنیټ د استعمال لپاره کافی سرعت لری او د تیلیویزیون چینلونه او ویډیوی پیغامونه پری لیدلای شی، د انټرنیټ څخه ویډیوی کلیپونه پری ښکته کولای شو. صوت، اس ایم اس میسیجونه، انټرنیټ او په ژوندی بڼه په ګرځنده تیلیفون کی د تلویزیون د لیدلو ټول خدمات پری وړاندی کیږی. دغه ایدج د پیکټ ډاټا تکنالوژی په نړئ کی تر ډیره حده پلی شوی ده.


۳جی – دغه د ګرځنده تیلیفونو دریم نسل سیستم دی چه یو ایم ټی اس هم ورته وایی.


۳جی دجی اس ایم په نسبت ۳ ځله زیات د ډاټا سرعت لری. یعنی ۳جی د ۵۰۰ کیلو بیت پر سیکنډ نه تر ۷۰۰ کیلو بیت پر سیکنډ پوری د پیکټ ډاټا سرعت لری.


پدی سیستم کی د انټرنیټ د يوتیوب کلیپونه بغیر له کوم مشکله لیدل کیدلای شی. ویډیو کانفرانسونه د دوستانو تر منځ او د تجارتی کارونو لپاره پری کیدلای شی. یو او بل د تیلیفون کولو په وخت کی مستقیمآ لیدلای شی. د یو څای څخه د فلم کلیپ ډګول او بیا د ۳جی د سیستم له لاری پری دوستانو ته لیږدولای شی. خو دغه سیستم زیات په نړئ کی پلی شوی نه دی.


ددغی ټکنالوژئ د پلی کیدو لپاره د ګرځنده تیلیفونو اپریټران (شرکتونه) باید نوری دستګاوی هم ولګوی، نور انتنونه د موجوده پایو په سر او نوی د بی ټی آیس معادل دستګاوی چه نوډ بی ورته وایی باید نصب شی. په داخل د دستګاه کی ار این سی ، اس جی اس این او جی جی اس این هم باید ولګول شی.نوی سیګنالینګ ګیټویګانی هم باید ولګول شی. مطلب دا چه د ګرځنده تیلیفونو اپریټران (شرکتونه) باید پوره پانګونه وکړی.


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژئ وزارت د ۳جی د لایسنس په ورکولو شروع وکړه او اولین لایسنس یی د اتصالاتو شبکی ته د شل ملیونه ډالرو په بدل کی ورکړ.


۳ جی به د افغانانو په ژوند کی پراخ مثبت بدلون راولي او هر افغان به انترنیتی خدماتو ته پوره لاسرسی ولری. ۳ جی به اپلیکیشن سرویسیز لپاره لاره پرانیزي. د مثال په ډول هیواد وال به وکولای شي چه د الوتکو ټکټونه د انترنیت له لاری تر لاسه کړي، انلاین خرید او فروخت به وکولای شي، طبي خدمات چه د ناروغ معاینات به دلته تر سره کیږی او نتیجی به یی ډاکتران په هند او اروپا کی ګوری او د مرض د تشخیص نه وروسته به هندی یا اروپایی ډاکتر نسخه لیکی، د ضرورت په وخت کی به اروپایی ډاکتر (یا د کوم بل هیواد) مریض هم پخپله لیدلای شي او ورڅخه به پوښتنی کولای شي. حتی د لیزر په واسطه عملیاتونه به هم د لیری فاصلی څخه وکولای شي.


په افغانستان کی به د نړیوالو سترو شرکتونو او د بانکی او نورو عامه منفعاتو خدماتی سرویسونه فعاله شي، لکه د بیلګي په ډول د انګلستان ګاز ګروپ یا بانکونه د خپلو مشتریانو د خدماتو لپاره تیلیفونی اړیکی د انترنیت له لاری افغانستان ته ولیږدوی او دلته به د افغانانو څخه یو تخنیکي او مسلکي ټیم لري چه د هغوۍ مشترکینو ته د سوالونو ځوابونه ووایي او یا مشکلات یی وڅیړي چه البته دغه لړۍ به افغانانو ته ډیره د کار زمینه برابره کړي او نړیوالو شرکتونو ته هم ډیره په ګټه ده ځکه چه دلته په افغانستان کی مزدور ارزانه ده او هلته په اروپا کی مزدور شرکتونو ته ډیر په ګرانه تمامیږی. نړیوال شرکتونه همدا اوس داسی خدمات په هند کی د خپل کستمر سرویس د لاری وړادی هم کوي.


ډیر نوی افغانی انلاین شرکتونه به وټوکیږي، افغانان په داخل د افغانستان کی به خرید او فروخت د انټرنیت د لاری کوي.


د یادونی وړ ده چه د جواز ورکولو او د کار وزارت او نور اړونده اداری او پارلمان باید د افغانستان د دغه نوی تیکنالوژیکی انقلاب لپاره ځانونه اماده کړی او قانون او مقرری دی باید ورته جوړی کړي.


دغه تکنالوژی په هر وزارت او اداره اغیز لرلای شي. د مثال په ډول که څوک د انترنیت له لاری په لکونو ډالرو خرید او فروش کوی ددغه ټکس مالیه به څنګه کیږی حقوقی اړخونه به یی څنګه وی د مناقشی او جنجال په وخت کی څه قانونی اړخونه لري، که د چا سره فریبکاری وشوه څیړنه به یی څوک او څنګه کوی او داسی نور… لیست ډیر اوږد دی.


د افغانستان پارلمان او اړونده اداری دی باید د بریین ستورمینګ سیشنی جوړی کړی او ځانونه دی د دغه نوی مثبت انقلاب ته اماده کړی چه تر څو وروسته زمونږ هیوادوالو ته مشکلات نه وي او ټول سهولتونه ورته د قانون په چوکاټ کی برابر وي.


زما په اند دغه موجوده انټرنیتی شرکتونه چه شمیر یی څلویښتو ته رسی او خدمات یی په عوامو کی نه لیدل کیږي دا ټول شرکتونه به د ۳ جی په راتلو سره په تدریجی ډول له منځه ولاړی شي او یا به کمی شي. دغه موجوده ۴۰ شرکتونو ماسوا د افغان تیلیکام څخه نورو ټولو هسی هم خو افغان عوامو ته خدمات نه وړاندی کول او صرف خارجی موسساتو او نظامی مرکزونو ته یی په ډیر لوړ نرخ خدمات وړاندی کول. نو که کمی شي او یا ورکی شي په افغان عوامو کوم منفي اثر نه اچوي.


۳.۵جی – دغه د ګرځنده تیلیفونو دریم نسل سیستم دی چه هیچ اس ډی پی ای هم ورته وایی. د پکیټ ډاټا سرعت یی ۳.۶ میګا بیت پر سیکنډ یعنی ۶ ځله له ۳جی (یو ایم ټی اس) نه زیاد دی.


۴جی – دغه د ګرځنده تیلیفونو څلورم نسل سیستم دی. دغه سیستم د ګرځنده تیلیفونونو سیلولر سیستم د وایمکس بروډبانډ انټرنټ سره یوځای کوی. ۴جی د آی پی وی ۶ ، او وایس اوور آی پی سیستم دی. ددغه سیستم سرعت تر ۱۰۰ میګابیت پر سیکنډ پوری دی. په اصطلاح د دکمی د کښیکاږلو نه مخکی صفحه او ویډیوی کلیپ به خلاص شوی وی. ۴جی لپاره باید نوی ګرځنده ټیلیونونه ولرو چه تر څو له خدماتو یی استعفاده وکړو. تر نن ورځی پوری یوازی د امریکی د متحده ایالاتو د ویرایزون شرکت، ټی موبایل شرکت، ای ټی این ټی شرکت، سپرینټ شرکت او یو څو نورو شرکتونو د ۴جی ټکنالوژی پلی کړی ده.


۵ جی – دغه د ګرځنده تیلیفونو پنڅم نسل سیستم دی. يو ډیر مخ په وړاندی سیستم دی چه ځانګړی مشخصات لری. تر اوسه دغه سیستم د لابراتوارونو تر ټیسټونو لاندی دی او ددغه سیستم خدمات لا عوامو ته نه دی وړاندی شوی.


دغه سیستم د انټرنیټ سرعت یی ۱۰۰۰میګابیت پر سیکنډ دی، ریزولوشن هم زیات لری، مثلاً په دی سیستم کی یو شخص کولای شی چه وی په افغانستان کی او انتخاب د تیلیفون د مکالمی لپاره لکه محلی نیټورک یو نیټورک په انګستان کی انتخاب کړی. ډیر مخ په وړاندی د بیلینګ سیستم لری، او هغه څه چه له دفتر څخه یو شخص پر مخ وړای شی هغه ددی سیستم څخه پر مخ وړای شی. امید چه په راتلونکی کی د دغه سیستم پلی کیدل په افغانستان کی ووینو.


۶ جی – دغه د ګرځنده تیلیفونو شپږم نسل سیستم دی. دا هم ډیر مخ په وړاندی سیستم  دی چه ځانګړی مشخصات لری. تر اوسه دغه سیستم تر ډیزاین لاندی دی. ددغه سیستم سرعت د ۵جی څخه ډیر دی. د ډاټا د حفظ او ساتنی ځانګړی خصوصیات لری. د دغه سیستم زیات مشخصات د نیټورک د اپریټرانو(شرکتونو) لپاره دی چه د سیستم مراقبت او ګانفیګوریشن یی اسانوی.


۷ جی – دغه د ګرځنده تیلیفونو اوم نسل سیستم دی. تر اوسه پر دغه تکنالوژئ یوازی فقط په نړیوال تیلیفونو اتحادیه (ای ټی یو) کی پری بحث کیږی چه څه ډول ځانګړی مشخصات باید دغه ټکنالوژی یی ولری.


په نړئ کی د ګرڅنده تیلیفونو د نسلونو د پلی کیدو تخمینی ګراف په لاندی ډول ښودل کیږی.


 


که پورتنی معلوماتو ته وکتل شی نو د ۲جي نه وروسته ټول د ګرځنده ټیلیفونو عصری تکنالوژئ خدمات د ډاټا د چټکتیا پوری تړلی دی. چه د دفترونو او تعلیم يافته عوامو په ژوند کی ډیر مثبت بدلون راولی. لکه چه ګورو سافت فون، وینډوز فون، ای فون، اندروید، آی پاډ، آی پود، ګالکسی فون، ډروید او داسی نور.. دا هغه څه دی چه د دوی د استعمال لپاره د انټرنیټ سرعت او پوهه د استعمالولو یی ضروری ده.


اوس راځو چه آیا دغه ۳جی تکنالوژی چه په افغانستان کی په نژدی وختو کی پلی کیږی په عوامو څومره اثر کولای شی.


دغه تکنالوژی د صوت له کبله لکه څرنګه چه مو مخکی وویل هیڅ کوم خاص بدلون نه لری، مګر د ډاټا له کبله ډیر لوی مثبت بدلون راوستلای شی. ځوان نسل مجبوروی چه کمپیوټر او تکنالوژی سره اشنایی پیدا کړی او که نه وی نو د خپل چاپیریال څخه وروسته پاتی کیږی ، ځکه د آینده ټول خدمات د ژوندانه او دفتری کارونه د نوی تکنالوژئ پوری تړلی دی. همدا اوس په مترقی هیوادو کی خوراکی توکی، لباس، د الوتنی ټکټ، بانکی حسابات او داسی نور.. ټول د انټرنیټ د لیاری د پرمختللی تکنالوژئ له کبله رانیول او بیرودل کیږی. نو چه څوک د تکنالوژئ نه وروسته پاتی وی داسی به وی لکه اوسنی عصر کی نا لوستی شخص. نو له همدی کبله د ۳جي تکنالوژئ په وسیله دغه فاصله کمیږی او عوام مجبوروی چه د تکنالوژئ سره آشنایی پیدا کړی.


په هر ترتیب ډیر وړاندی نه ځم راځم دغه ټکی ته چه آیا د۳جی سیستم لپاره عام وګړی د یو نوی ګرځنده تیلیفون سیټ ته ضرورت لری؟ نه، نن سبا د بازار ټول ټیلیفونونه د جی ایس ایم ۲جی او ۳جی سره اعیار دی او عام وګړی د بل تیلیفون سیټ د آخیستو لپاره هیڅ ضرورت نه لری.


آیا موجوده د ګرځنده تیلیفونو مشتریان نوی سیم کارت ته ضرورت لری؟ بلی هو. هر سړی باید موجوده سیم کارت د خپل تیلیفون د خدماتو وړاندی کونکی شرکت ته یوسی او په عوض کی یی د ۳جی سیم کارت چه یوسیم ورته وایی په خپله پخوانئ نمره یی واخلی. او یا دی په بازار کی نوی ۳جی یوسیم کارت په نوی نمره واخلی. دا ځکه چه د ۲جی او ۳جی الګوریتمونه او اتونتیکیشن فرق کوی، او کاملاً جدا سیستمونه دی.


سوال دا چه نوی ۳جی یوسیم کارت به د ۲ جی په سیګنال هم کار وکړی؟ بلی هو. د ۳جی یوسیم کارتونه داسی پروګرام شوی چه دواړه الګوریتمه لری او په کوم ځای کی چه ساحه د پوشش د ۳جی د سیګنل نه وی نو په ۲جی سګنال د ۲جی خدمات تری ترلاسه کولای شی.


ګرانو هیوادوالو ما کوښښ وکړ چه دغه مقاله په ساده ډول ولیکم او د انګلیسی تورو استعمال پکی کم کړم، مګر متاسفانه ځنی الفاظ داسی دي چه مونږ ورته تخنیکی توري په پښتو کی نه لرو او دا توری په نړیوال معیار ولاړ منل شوي توري دي. دا لیکنه د هغه لړۍ لیکنو څخه ده چه هدف می د ټولو افغانانو او خصوصآ د پښتنو پوهاوي ده.


والسلام