کندهار: ځانمرګى بريد وسو
عطاالله محمدي
په کندهار ولايت کي يو ځانمرګى بريد وسو چي په پايله کي يې لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
سيمه اوس د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده سوې او د پېښي ټپيان او وژل سوي کسان په څرګند ډول نه دي معلوم.
کندهار ولايت مقام رسنيو ته ويلي چي په دې بريد کي يوازي دوه پوليس ټپيان سوي او نوره مرګ ژوبله ئې اولسي وګړو ته اوښتې .
د ولايت مقام په وينا چي په دې بريد کي دوه کوچنيان وژل سوي، درې ژوبل سوي او د دې ترڅنګ درې مېرمني ژوبل سوي دي .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.