کور / تازه خبرونه / (( ويډيو )) د ۴۲ طالبانو سره خبري Talking to the 42 Taliban

(( ويډيو )) د ۴۲ طالبانو سره خبري Talking to the 42 Taliban

د ګلوب اينډ مايل په نوم يوې کاناډايي ورځپاڼي د مارچ د مياشتي پر ۲۸ نېټه په خپله ويبپاڼه کي د بر افغانستان د کندهار څخه د خپل يوه ژورناليست په مټو چمتو شوئ ويډيوي راپور  خپور کړئ دی ، په دې ويډيوي کليپونو کي د کندهار او شاوخوا ځيني سيمي ، ښکاري ، د جګړې اوازونه اوريدل کېږي ، د وسله والو طالبانو په جبهو کي له هغوی سره خبري  او د ژورناليست په اند د جګړې په لاملونو خبري سوي دي ، خبريال له ځينو ډيرو اساسي او مهمو چارو په اړه طالب وسله وال ږغولي دي ، د بېلګي په ډول له يوه وسله وال طالب ځوان څخه پوښتنه کېږي چي د ډيورنډ ها خوا سيمي ( کويټه او پېښور ) د افغانستان سيمي دي که د پاکستان  ؟ وسله وال طالب ځوان د ډيورنډ لاين ها خوا سيمي د افغانستان خاوره بولي او وايي چي د پاکستان له خوا په زور لاندي کړل سوي دي ، په لاندۍ پاڼه کي تاسو د ۴۲ نفرو طالبانو سره مرکې په ږغ او ويډيو کي اوريدلای سئ ، د ورځپاڼي ( ژورناليست له خوا ) ليکل سوي پوښتني د افغان ترجمان له خوا مطرح کېږي .


 د ويډيوي ټوټو لپاره پر عکس  کليک وکړئ  !




Talking to the Taliban