هلمند:افغان پوځي دوه بهرني پوځيان ووژل

د لراوبر اداره | مارچ 26th, 2012


د ملي اردو يوه سرتيري  نن د هلمند ولايت په مرکز لښکرګا کي د ولايتي بيارغوني ټيم ( پي آر ټي ) مخته د خپل د توپک خوله د ايتلافي قواوو اړوند  دوو پوځيانو ور  واړول او دواړه يې ځای پر ځای ووژل پخپله بريدکوونکئ هم ځای پر ځای د نورو ايتلافي پوځيانو لخوا ووژل سو .
ايتلافي قواوو او د هلمند ولايت والي د پېښي پخلئ کړئ دی او د هلمند ولايت والي د بهرنيو پوځيانو پر وژنه خواشيني څرګنده کړېده او دا يې ناځوانمردانه عمل بللئ دی .
که څه هم وسله والو طالبانو د تېري اوونۍ دزنګاوات د پېښي د غچ اخستلو خبردارئ ورکړی دی ، خو د ننني بريد مسوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستئ .

Copyright Larawbar 2007-2024