زابل : د يوشمېر وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | مارچ 26th, 2012


د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په يوشمېر اولسواليو کي ئې چاڼيز عمليات کړي او د هغو په پايله کي ئې شااوخوا لس وسله وال نيولي.
چارواکي وايي چي ياد عمليات ئې د ياد ولايت په شاه جوى ، مېزانه، نوبهار، ښارصفا او نورو سيمو کي ترسره کړي.
د زابل ولايت امر د امنيت فضل احمد شېرزاد وايي چي دا عمليات بهرنيو او افغان ځواکونو په ګډه ترسره کړي او د دوى لوري ته پکښي کم زيان نه دئ اوښتى.
نوموړى وايي چي په دې عملياتو کي ئې يوشمېر وسلې او مهمات هم نيولي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024