کور / تازه خبرونه / کندهار : يو تړلى ښوونځى بېرته پرانستل سو

کندهار : يو تړلى ښوونځى بېرته پرانستل سو

د کندهار ولايت په تخته پل اولسوالي کي يو تړلى ښوونځى بېرته پرانستل سو ياد ښوونځى چي شااوخوا درې کاله تړلى ؤ د پوهني رياست په وينا چي د قومي سپينږيرو او خپله د دې رياست په هلو ځلو د بيا له پاره پرانستل سو او د زده کوونکو پر مخ ئې دروازه خلاصه سوه.
د پوهني رياست رئېس شېرآغا صافي نن په دې اړه په جوړه سوې غونډه کي وويل چي د ښوونځي تر څنګ بايد په دې سيمه کي يوه ديني مدرسه هم پرانستل سي او د اوسني ښوونځي له پاره به دوى ژر تر ژر ورته چوکۍ او نور اړوند توکي برابر کړي.
د سيمي خلک په دې خوښ برېښېدل او د حکومت څخه ئې غوښتنه کوله چي د ښوونځي له پاره بايد د اوبو او نورو اړونده توکو سيسټمونه برابر کړي.