کور / تازه خبرونه / د ملا زړګي په مشرۍ نهه کسيزه وسله واله ډله نيول شوېده

د ملا زړګي په مشرۍ نهه کسيزه وسله واله ډله نيول شوېده

د ملي امنيت رياست کارکوونکو په تيره اوونۍ کي د طالبانو سره په تړاو يوه نهه کسيزه ډله په دې تور نېولې چي د کندهار ښار او شاوخوا سيمو په بريدونو او امنيت په خرابولو کي يې لاس درلود ، ددې ډلي مشر ملا زړګئ نوميږي ، د ملي امنيت ريس وايي چي نيول سوو کسانو خپل جرم منلئ چي د ملاعلم اخند کلي د امنيتي پوستې په ګډون يې په يو شمېر نورو بريدونو کي لاس درلود، په دې اړه د طالبانو ويندويانو تر اوسه خپل نظر نه دی څرګند کړئ .