د کنړ په ولایت کې د یو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2012


د کنړ په ولایت کې د یو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه
دکنړ ولایت د ناړی ولسوالی د کوزه چره ګل منځني ښوونځي نوي ودانۍ د روان کال د وری د میاشتي په ۸ مه د نوموړي ولايت د پوهنې مسوولینو لخوا په داسي حال کې چې د سیمې ولسوال، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود دپټي په پریکو لو سره پرانیستل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړیز ډول ۴۸زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت دکیفیت د لوړ والي د برنامی لخوا د یو کال په موده کې جوړه شوي، چې ۶ درسي ټولګي، ۳ اداري خونۍ، ۵ تشنابه او نور ي آسانتیاوې لری.
د یادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی ښوونځي کې ۸۵۰ تنه نجونۍ او هلکان زده کوونکي په زده کړه بوخت دې چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو دنشت والي له امله حل شی.

Copyright Larawbar 2007-2024