کور / راپور / میرمن ټولنیز- کلتوري بهیر پراخیږي

میرمن ټولنیز- کلتوري بهیر پراخیږي

د میرمن ټولنیز-کلتوري بهیر د نهه پنځوسمې غونډې په ریپوټ کې مو ولوستل چې په خیبر پښتونخوا کې هم د میرمنوټولنیز- کلتوري بهیر جوړ شو او په کابل کې میرمن ټولنیز-کلتوري مرکزي بهیر هم له دغه بهیر سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه اوله هغوی څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ښکاري چې په پښتونخواکې نوی جوړ شوی بهیر په خپلو چاروکې ډیر هوډمن اومصمم دی. دا دي نن د میرمن بهیر په یوشپيتمه غونډه کې د خیبر پښتونخوا څخه د هغه ځای د بهیرپه استازي توب دوو فرهنګپالو تشریف راوړی اوله ځان سره یې د دې بهیر دریپوټ تر څنګ د بهیر دهمغږۍ پيغام او د دواړو بهیرونو د یوې مشترکې غونډې بلنه هم راوړې .

دوی د یوه تفصیلي ریپوټ په لړ کې داسې ځرګندونې لري: کله مو چې په خیبر پښتونخوا کې دمیرمنو لپاره د یوه ادبي خوځښت د جوړولو هوډ وکړ نو د ادب پالونکو او فرهنګي میرمنو د شتون کمی مو محسوس نه کړ ځکه هلته د آغلې پروین (ملال)،آغلې بانو (ریښتین)، حسینه ګل(تنها)، مستوره( ستانکزۍ)،خاټول (احمدزۍ)،هما(ظفراحمدزۍ)لینا فدا.په څیر لیکوالې او پښتو ادب او کلتور ته ژمنې میرمنې موجودې وې،او د دې کړۍ پراخیدوته هم امیدواري وه خو اصلي ستونزه د دوی یو ځای کول او منظم کول و،ځکه په خیبر پښتونخوا کې هم د پښتنو دنورو سیمو په څیر کلک سیمه ایز دودونه د ښځو د پرمختګ او فعالیتونو خنډ ګرځي.مګر له دې سره،سره موږ وتوانیدو چې په یو ګن شمیر کې ادب پالونکې میرمنې راټولې کړو او د لومړۍ غونډې په توګه یوه کامیابه غونډه ولرو

غونډه د آغلې مستوره ستانکزۍ په تلاوت پيل شوه چې په دې غونډه کې د شاعرې او لیکوالې میرمن حسینه ګل تنها په شعر کره کتنه وشوه او ریپوټ یې آغلې خاټول (احمدزۍ ) ولیکلو، د غونډې فضأ ډیره امید بښونکې وه او میرمنو په ډيره خوښۍ غونډه پر مخ یوړه .په غونډه کې دیادو میرمنو ترڅنګ نورو ډیر پښتنو میرمنو ګډون کړي وو.د خیبرپښتونخوا بهیر اوس مهال د پيښور د قنسلګرۍ په فرهنګي خونه کې غونډې کوي خو نومړی وویل چې دوی په دې لټه کې دي چې د یوو مناسب او دایمي ځای تابیا د بهیر د منظمو غونډو لپاره وکړي .له دې سره، سره د پښتونخوا د بهیر غوښتنه ده چې د اپریل په میاشت او د پښتو نړۍ وال کنفرانس په څنډو کې د کابل بهیر اود امکان تر حده د نورو بهیرونو له غړو سره یو مشترکه لویه غونډه د کلتوري او فرهنګي چارو د همغږۍ لپاره ولري همداراز د بهیر د مهالنۍ مجلې د پيل خبره يې هم کړې چې دلر او بر ټولو لیکوالو او شاعرو میرمنو لیکنوو او مضامینو ته به په دې مهالنۍ کې ځای وي .دمیرمن بهیر دارالانشأ د د بهیر او د هغې د جوړونکو د ستایلو تر څنګ وویل که څه هم په کابل کې میرمن بهیر د پولې هاخوا میرمنې له یاده نه دې ایستلې او وخت په وخت یې د هغوي د ادبي او کلتوري هڅو ملاتړ کړی چې ښه بیلګه یې د میرمن حسینه ګل(تنها)د شعري ټولګې د مخکتنې او همدارنګه هغه وخت په پښتونخوا کې د میشتې افغان لیکوالې وږمې سبا د جنت کوټ ناول دمخکتنې غونډې وې چې مودي مخکې ترسره شوې وې او یو ګڼ شمیر میرمنو په دې غونډو کې ګډون کړی وو،دوی زیاته کړه چې له دې وروسته به د بهیرونو ترمنځ اړیکې د چارو په سمون او پراختیا کې ډیرې اغیزمنې وي.او د کابل بهیر به تر خپله وسه له دوی سره ملتیا او مرسته وکړي او دا هم وپتیل شوه چې څو تنه میرمنې به د یوې لوې او ګډې غونډه لپاره د اپریل په میاشت کې پيښور ته سفر وکړي.په پای کې دمیرمن بهیر د لا پراختیا او د شته بهیرونو د ښې ودې او بریالیتوب هیله وشوه او دغه راز په جنوبي پښتونخوا کوټه کې هم دمیرمن بهیر پر جوړیدو ټینګار وشو.او له ټولو خویندو نه چې د میرمن ټولنیز-کلتوري بهیر په پراختیا کې یې ونډه اخیستې د زړه له کومي مننه وکړه.