کندهار:شپږو حافظانو د فضيلت بګړۍ ور وتړل سوې

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2012


د کندهار دمحمديه دارالعلوم څخه ٦ تنه حافظان فارغه او د فضلت بګړۍ ور ته په سر سوي

کندهار افغانستان- نوموړو حافظانو د تيرو دريو کلنو په موده کښي دالله (ج) سپيڅلي کلام قرانکريم ټول حفظ او ياد کړي چي نن ورته د يولړ مراسيمو پر مهال د حضرت محمد (ص) ستر سنت او د فضلت بګړۍ ورته د ديني عالمانو او دولتي چارواکو له لوري په سراو ددغه عظيم او مقدس کار د تر سره کولو له امله يي ورته مبارکي وويله .

هغه مراسم چي له همدي امله د چهار شنبي په ورځ د محمديه دارالعلوم په انګړکښي جوړ سوي وه پکښي دولايتي شورا غړو دکندهار دپوهني رياست مسئولينو او زيات شمير ديني عالمانو دقرانکريم حافظانو قاريانو او د نوموړي دارالعلوم سلګونو زده کونکو پکښي ګډون کړي وه .

چي په پيل کښي دنوموړي دارالعلوم مسئول مولوي محمد نسيم اخندزاده خبري وکړي او د ياد دارالعلوم په اړه يي دغونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړل او وويل چي نوموړي حافظان د ياد دارالعلوم د دارالحفاظ د څانګي دريمه دوره فارغين دي چي وروسته له دريو کلنو حفظ کولو څخه ټولني ته تقديميږي او همداراز ٦٠٠ تنکي ځوانان اوس مهال د قرانکريم دسپيڅلي کلام په حفظ بوخت دي .

وروسته د کندهار دولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري او دپوهني رياست تدريسي مرستيا محمد عوض نظري هم خبري وکړي او د نوموړو حافظانو په فراغت يي خوښي وښودل او همداراز يي د ديني عالمانو او مخورو مشرانو څخه وغوښتل څو دديني مدارسو د خلاصون او همداراز وه ديني مرکزونو ته دځوانانو په راجلبولو کښي ددولت سره مرسته وکړي او په دي برخه کښي خپله اسلامي وطني او انساني وجيبه تر سره کړي .

دغه راز ديني عالمانو هم په نوموړو مراسيمو کښي د قرانکريم د حفظ پر فضلت او دديني علومو پر فرضيت خبري وکړي او زياته يي کړه چي هرمسلمان په دي مکلف دي څو خپل اولادونه دعلم په ګاڼه سمبال او په دي برخه کښي خپل فرضيت تر سره کړي .

د يادووني وړ ده چي دکندهار په محمديه دارالعلوم کښي دامهال ١٢٥٠ تنه زده کوونکي چي ٣٠٠ تنۍ يي انجوني دي په دارالعلوم او دارالحفاظ څانګو کښي په ديني زده کړوبوخت دي او تر دي مهاله يي په لسګونه ځوانان له يادو څانګو فارغه او د فضلت بگړۍ ور تړلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024