کور / اسلامي / د لراوبر ٦٢ م سوغات پر له پسې لړۍ

د لراوبر ٦٢ م سوغات پر له پسې لړۍ

دوه کار چي دويم لومړي ته ارزښت وبخښي ( لومړۍ برخه)
کتاب : د ګلونو امېل
پر ليکه کوونکى: عطاء الله محمدي

شروع کوه
له بسم الله الرحمن الرحيم سره
تلاوت کوه
له پابندۍ سره
توبه کاږه
د بيا نه کولو د عزم سره
مقابله کوه
له حوصلې سره
لوست کوه
له محنت سره
خدمت کوه
له ميني سره
د يوه شي طلب کوه
له هلو ځلو سره
تقسيم کوه
د برابرۍ سره
د خلکو سره ملاوېږه
د ورين تندي سره
د مور او پلار سره خبري کوه
په ادب سره
بحث کوه
له دلائلو سره
وعده کوه
له وفا سره
عبادت کوه
له محبت سره
انتظار کوه
د صبر سره
ورزش کوه
په طريقه سره
خانده
د وقار سره
عمل کوه
له اخلاص سره