کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان له هالنډه په پنځو ويکيټو وګټله

کرکيټ: افغانستان له هالنډه په پنځو ويکيټو وګټله

د عرب اماراتو په شارجه ښار کي د افغانستان او هالنډ ترمنځ د کرکيټ يوه ورځنۍ لوبه د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.
افغان کپتان نوروزمنګل پچه وګټله او هالنډ ته يې د منډو د جوړولو بلنه ورکړه.
افغان بالر عزت الله دولتزي څلور، سميع الله شينواري يو، محمدنبي دوه او جاويد احمدي هم يو هالنډى لوبغاړى وسوځاوه.
که څه هم افغان بالران ټول وځلېدل، خو عزت الله دولتزي تر نورو ښه بالينګ وکړ ، په نهو اورونو کي يې څلور مخالف لوبغاړي وسوځل او ٣٨ منډي يې ورکړې.
هالنډي لوبغاړو د اتو نفرو په سوځېدو افغانستان ته ٢٥٧ منډي هدف وټاکئ.

د لوبي په دوهمه برخه کي کريم خان صادق او جاويد احمدي د منډو جوړولو ته ملا وتړله.
داسي ښکارېده چي دوى دواړو د لوبي د ګټلو او پر وروسته راتلونکو افغان لوبغاړو د فشار د کمولو هوډ کړى وو.
کريم صادق ډېره تېزه لوبه وکړه، چي په ٧١ بالونو کي يې سل منډي (سينچري) ووهله، ١٢ يې څلوريزي او څلور يې هم شپږيزي ووهلې.
جاويد احمدي له کريم خان سره ښه انډيوالي او سنجيده لوبه وکړه، چي په ٥٧ بالونو کي يې ٤٣ منډي جوړي کړې.
محمدشهزاد هم د خپل عادت خلاف ښه آرامه لوبه وکړه، چي په ٥٧ بالونو کي ٣٧ منډي وکړې.
شبير نوري او نوروزمنګل منډو ته سره ودرېدل، چي شبير نوري په ١٩ بالونو ١٣ منډي جوړي کړې، نوموړي دوې څلوريزي هم ووهلې، خو ژر وسوځېد.
په نوري پسې محمدنبي له نوروزمنګل سره ودرېد، خو محمدنبي هم د درو منډو تر جوړولو وروسته وسوځېد.
اصغر ستانکزي د يوې څلوريزي په وهلو په نهو بالونو کي اووه منډي جوړي کړې، خو ونه سوځېدئ.
کپتان نوروزمنګل دوهم کس وو چي د نن په لوبه کي يې ډېري منډي وکړې، نوموړي په ٥٩ بالونو ٤٥ منډي جوړي کړې، چي دوې يې شپږيزي او يوه يې څلوريزه ووهله او لوبه يې د افغانستان په ګټه پاى ته ورسوله.
افغانستان لوبه په داسي حال کي وګټله چي ٢٢ بالونه او پنځه ويکيټي يې په لاس کي درلودې.