کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٦٤ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٦٤ م سوغات

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

زه د غوره اخلاقو د بشپړتيا له پاره رالېږل سوى يم.
تر ټولو قيمتي سرمايه عقل ده. لوى درد بې عقلي، وېرونکى وحشت مغروره کېدل او تر ټولو قدرمنه پانګه غوره اخلاق او ورين تندى دئ.
ناوړه اخلاق لرونکى هره ګړى د يوې ګناه څخه بلي ګناه ته ستنېږي.
د خپلوانو، ګاونډيانو او هر هغه وګړي سره چي ستا اړيکي وي د غوره اخلاقو څخه کار واخله.
په تاسي کي غوره هغه څوک دئ چي اخلاق ئې غوره وي، خلک د دوى سره او دوى د خلکو سره مينه کوي.
غور او فکر هغه لوى عبادت دئ چي د پټو حقائقو د پلټني له پاره ئې سرته رسوو.
غوره شيان هغه دي چي اعتدال ته نژدې وي.
پوه او هوښيار سړى هغه دئ چي د خپل ژوندليک د په کار اچولو او برابرۍ ساتني له پاره خپل سوچ او طبيعيت ترمنځ حقيقي سرنوشت ويني.