خرابات او دهغه پیدایښت – څلورمه برخه
استاد غلام حسین دافغانی سندارا (موسیقی) دوهم شخصیت.
درو لسیزو ناخوالو زموږ په ګران هیواد افغانستان کی اقتصاد، ښوني روزني، ټولنیز او زموږ کلتوری ارزښتنو ته لکه (تیاتر، سینما، انځور جوړولو اونور) په تېره بیا سندارا (موسیقی) ته ډیر درانه مرګوني زیانونه اړولی دي، اصیله بومی موسیقی مو دخاورو سره خاوري سول، فرهنګی یرغلونه راباندی وسول او پر ځای یی دپردواوګاونډیو دغرضه ډک کلتور چی نه په شریعت کی او نه هم په طریقت کی ځای لری راباندی وتپل سو. ددې یرغلونو پایله داسوه چی هرڅه مو له لاسه ورکړه، که نه څه نه وه چی موږ نه درلودل. لکه څنګه چی مو داستاد قاسم افغان په هکله ګرانو لوستونکوته معلومات ورکړل، دادی ددې لړۍ دوهم سترهنری شخصیت درپېژنوچی په خپل وخت کي یی دافغاني موسیقي دهنر لپاره لیچي رانغښتی او تر خپل وس او توانه یی دیادونی وړکارونه کړیدی.
استاد غلام حسین داستاد محمد حسین سرآهنګ پلار په کال (۱۲۶۵ هـ ش) کی په کابل کی زېږېدلی دی. پلار یی استاد عطا حسین نومیدی، نوموړی لمړنۍ دموسیقی زده کړی له استاد امام الدین پېښوری څخه وکړې او بیا وروسته هندوستان ته ولاړ، دامیر حبیب اله خان په دوره کی بیرته کابل ته راستون سواو بیله کوم مشکل نه یی دربارته لار پیداکړه چی په سفر کی به امیر دده دپاره جلا خیمه او جلا خواړه برابرول، استاد غلام حسین دزیاتی زده کړی لپاره دوهم ځل بیا هندوستان ته ولاړ او دامیر امان اله شاه په وخت کی بیرته کابل ته راستون سو او دسندارا د خپرولو ، رواجولو او عامولو له پا ره یی ملا وتړل. داستاد غلام حسین چی دناټکی په نامه هم شهرت لری دپېښور څخه ماسټر عبدالغنی شعبده باز، مینا، زهره، ګډا (نڅا) کونکی ، هیرا بهایی بدلزنه، استاد غلام رضا او استاد راجه پهتلی هم کابل ته راغلل او په کابل کی میشته سول چی دسرکس او شعبده بازۍ کارونه یی د ماسټر عبدالعزیز ترلارښووني لاندی مخ ته بېول . دخرابات د کوڅې ترڅنګ دپېښوریانو کوڅه ددوی په نامه ونومول سوه. (قانون طرب داستاد سرآهنګ لیکنه )
په دې وخت کی هنری فلمونه بی آوازه وه، استاد غلام حسین به په کابل ننداری کی د پردې وشاته له پیانو، استاد محمود تبله ږغونکی (د استاد هاشم چشتی، استاد محمد آصف او استاد عارف جان پلار) او استاد فرخ افندی ویلون ږغونکو سره ناست وه او ښایسته ژوندۍ نغمی به یی اورېدونکو اولیدونکو ته اورولې. دپاچا په کورکی دشاه امان اله خان مور چی حضرت سلطانه نومیدل استاد ته یی دپردې ترشا غوږ نیوی او دنومړی سندری یی اورېدې. داستاد قاسم دمرګ نه وروسته استاد غلام حسین ډیری دقدر وړهلی ځلی دافغانی موسیقی دپاره وکړې . ددوهم مکتب په رامنځ ته کولو یی افغانی ځوانانوته لاره پرانیستل او موسیقی یی دخرابات له محدوده چوکاټه ویوی پراخی سیمی ته را وایستل. دامیرامان اله شاه په وخت کی یی موسیقی داستقلال په ښونځۍ، دحبیبی په ښونځۍ اودارالمعلمین اوپوهني نصاب کی شا مله کړه چی په اونۍ کی دوې ورځی زده کونکوته تدریس کېدل. هغه وخت چی امان الله خان غازي نظام نامه د یوې شر اچونکی ډلی له خوا لکه ملا عبداله مشهور په ګوډ ملا، ترګوت نیونولاندی راغله ، موسیقی بدعت وګڼل سوه . دیاد سو ښونیزو مرکزنو څخه یی کمبله ټوله سول،(قانونوطرب ص ۳۱). اما استاد غلام حسین بیا هم پر خپل ځای آرام نه کښینستی او بیله کوم شخصی ګټی یی دشوقیانواو پروفیشنل سندرغاړو سره مرسته وکړه او ډیر شاګردان یی وروزل. استاد غلام حسین دکلاسیکی موسیقی ترڅنګ ښه طرز(کمپوز) جوړونکی هم وو، دمکتب له ترانو، حماسی سندرو او ولسی سندرو سره دختیځ او لویدیځ موسیقی رچونو (سازونو) په ګډولو یی په خپل وخت کی د ارزښت څخه ډک چوپړ کړی دی ..
د (سقاویانو) په منفوره دوره کی لکه څنګه چی نورهنرونه د خاورو سره خاوري سول موسیقی اودهغه کار پوهانوهم ښه ورځ ونه لیدل . استاد غلام حسین هم دنورو فرهنګیانو او فرهنګ پالو تر څنګ په ډیری مایوسۍ سره وطن پرېښود اوپه پېښورکی یی دغربت شپې او ورځی تېرولی څو د محمد نادرخان په دوره کی بیرته کابل ته را وبلل سو چي د وفات تر وخته په کابل کي پاته سو. داستاد په رادیو افغانستان کی یوازي ۱۰ سندري پر کسیټونو(پیتو) پاته دی. ( رادیو کابل په کال ۱۳۲۷ کی د یکه توت په سیمه کی په یوه ساعته خپرونو پیل وکړ.لمړنۍ راډیو د (رنجو) له ډبرو او دتیلیفون له ګوشکۍ څخه په کابل کی دانجنیرمحمد صدیق صبری په نوښت جوړه سول ). استاد غلام حسین دخپل زوی استاد سرآهنګ په ښونه او روزنه کی ستره ونډه اخستې چی په خپل ځانی لګښت یی په هندوستان کی داستاد عاشق علی خان څخه چی د (پټیاله) مکتب ستراستاد وو، ۱۳ کاله د هغه په شخصی کورکی دکلاسیکی موسیقی زدکړه وکړه. (په هندی کلاسیکه موسیقی کی ۴ مکتبه وجودلری کیرانه ، آګره، ګاولیر او پټیاله چی دامکتبونه [ دپښتانه دتاریخ په رڼاکی] له وړاندوینی سره سم دشیرشاه سوری د ورور زوی سلیم شاه پنځولي دي.) استاد غلام حسین دچنګاښ په۲۷ د ۱۳۴۶ کال، له دې نړۍ سترګی پټی کړی، آله (ج) دی وبخښی او جنت فردوس دې په نصیب سی. درادیو آفغانستان په تالار کی یی وکیڼ اړخ ته د ژړو (برونزو) مجسمه ولاړه ده. )قانون طرب ص۳۰ -۳۳ او سرګزشت موسیقی ص ۱۲۳)
زما داستاد غلام حسین سره په کال ۱۳۴۵ کال په کابل کی د(ملنګ) په کاپی کی د شطرنج پر لوبه شناخت پیدا سو اوبیا یی دادوستی ښه راسره وپالل. د څلورمي برخي پای .
نوربیا…