کور / سياسي / افغان جګړه ، سیمه ییزه سیالي او موخې

افغان جګړه ، سیمه ییزه سیالي او موخې

داسې هیله کېده ، چې په افغانستان کې به وینه تویونه ، ناورین ، زورواکي او جګړه پای ته ورسي ، ښه حکومتداري به رامنځته شي، خلک به د هوسا ژوند خاوندان شي ، کار به اهل کار ته وسپارل شي، د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو لاسوهنې به پای ته ورسي ، خو د یوې لسیزې په تېرېدو داسې ونه شول ، دا جګړه کورني، سیمه ییز او له سیمې و ر اخوا بهرني لاملونه او بعدونه لري ، په کورني بعد کې کمزورې اداره ، د فساد شتون ، د قانون نه پلي کېدل، پر ولس د فاسدو چارواکو واکمني ، د بن له بدنامې ، کرغېړنې او افغان ضد غونډې نه رانیولې تر ننه پورې د دوه درې سوه جنایتکارانو، غلو او هېوادپلورو خلکو په پرلپسې ډول دپوستونو په بدلون راروانه حکمراني، اوځینې نور مسایل دي ، چې موږ یې له دغه حال سره لاس او ګرېوان کړي یو، خو په دې لیکنه کې غواړو د افغان جګړې په سیمه ییزو اړخونو وغږېږ و،چې کوم سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې پر څه بوخت دي او کومې موخې پالي . سیمه ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان ځينو ګاونډیانو په تېرو لسو کالو کې د نړیوالې ټولنې په شتون کې په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو په راوستو کې مثبت رول نه دی لوبولی ،بلکې په لوی لاس يې ددې هڅه کړې ، چې د خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره د خپلو اجیرانو په مرسته په دغه هېواد کې ټيکاو له ګواښ سره مخامخ کړي ،چې بالاخره په پای کې دا لوبه ددوی په ګټه پای ته ورسېږي ، د افغانستان له تېرو درې لسیزو راهیسې دغو سیمه ییزو هېوادونو په افغانستان کې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره په مستقیم او نا مستقیم ډول د بېګناه افغانانو وینې توی کړي او لا تر اوسه یې د دغه مظلوم ملت په وینه تویېدنه زړه نه دی یخ شوی . دغه مطرح ګاونډي اوسیمه ییز هېوادونه ، پاکستان ، ایران ، هندوستان ، عربستان ، چین او روسیه دي ، چې پيل به یې له پاکستانه وکړو :
پاکستان :
د انګرېزانو له نطفې نه د پاکستان د تولد له هماغې لومړۍ ورځې څخه پنجابي ښکېلاک د برتانيې په مرسته له افغانانو او په ځانګړي ډول له پښتنو سره دوښمني پیل کړه ، چې څرګندې بېلګې یې د خان عبدالغفار خان او خان عبدالصمد خان دسیاسي تحریک مخه نیول او د ډيورنډ لاین خوندي کول دي . د افغان جهاد پر مهال یې د خپلو موخو لپاره افغان مجاهدینو ته ددې لپاره پناه ورکړه ،چې د روسانو په مقابل کې ترې د سپر په توګه کار واخلي او هماغسې وشول ، له کمونیزم سره په جګړه کې ککرۍ د افغانانو دل شوې ،خو د لوېديځ په مرستو ، پیسو او وسلو پاکستان د اتوم بم خاوند شو. له افغانستانه د روسانو له وتو او بیا د کمونیستي حکومت له پرزېدو وروسته پا کستان د خپلو ناروا شومو موخو لپاره د افغانستان د جهادي او اتنیکي جوړښت پر خلاف یو داسې څوک د پېښور په ګورنر هاوس کې د افغانستان راتلونکی ولسمشر وټاکه ،چې هېڅ چا یې خیال هم نه شو کولای ،دا کار یې ددې لپاره وکړ ، چې پښتانه او دافغانستان نور لږکي په خپلو کې پر جګړو بوخت کړي او هماغسې وشول ، دجهادي ډلو د مشرانو د سیاسي بصیرت کمي او نیمګړتیاوو او د مغرضو ګاونډیو هېوادونو لاسوهنو دافغان جهاد هیلي په اوبو لاهو کړې ، دا لړۍ لا همداسې روانه وه ، چې پاکستان له ځيڼو نورو نړیوالو او سیمه ییزو ځواکونو سره لاس یو کړ او د افغان جهادي ډلو پر وړاندې یې له ځينو نورو افغانانو د طالبانو اسلامي تحریک جوړ کړ یعنې مجاهدین یې پر پيسو وپلورل او نور کسان یې رامخې ته کړل . دغه مهال بیا هم دواړو لورو ته جګړه د افغانانو تر منځ روانه وه او زرګونه افغانان په کې د دغو هېوادونو د ګټو دخونديتوب لپاره شهیدان ، معیوبین ، کونډې او یتیمان شول . د امریکا د سوداګریزو ودانیو د نړېدو په پایله کې پاکستان ، خپله خاوره ، هوايي ډګرونه ، فضا او سمندر د امریکا په خدمت کې ورکړل او د دوی په مرسته جوړ شوی د طالبانو نظام یې ړنګ کړ یعنې پاکستان د خپلو موخو او ګټو په پام کې نیولو سره هم دمجاهدینو پر سر سودا وکړه او هم يې دطالبانو پر سر ، خو د افسوس خبره داده ، چې موږ پاکستان ونه پېژنده او اوس هم وایو ،چې زموږ یو ګاونډی اسلامي او ورور هېواد دی . د طالبانو تر ر اپرزېدو وروسته په افغانستان کې له طالبانو د غچ اخیستو په بدل کې د افغانستان په ډېرو سیمو او په ځانګړي ډول په پښتو ن مېشتو سیمو کې د ناسمو راپورونو په ورکولو سره ایتلافي ځواکونه دې ته و هڅول شول ، چې هر ږیره ور پټکی لرونکی پښتو ن ترهګر ، طالب او القاعده دی ، نړیوالو ځواکونو هم پرته له دې چې د افغانستان له تاریخ ، کلتور او دودونو نه ځانونه خبر کړي ، دغه خلک نیول ، بګرام ، ګوانتنامو او نورو زندانونو ته یې اچول ، کور ، کلي ، او شته یې ورته له منځه یوړل ان دا چې ناموسونو یې هم خوندي پاتې نه شول . اغېزمن شوي خلک مجبور شول ، هېواد یې پرېښود او د غچ اخیستو په فکر شول ، پاکستان له دغې تشې نه ګټه واخیسته او ورو ورو یې په افغانستان کې له دغو خلکو نه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار واخیست ، د دغه ‌ډول تېروتنو پایلې دا راوځي ، چې نن په افغانستان کې یوه پراخه جګړه جریان لري .
بله خبره چې باید ورته اشاره وکړو داده ، چې هندوستان نن سبا له افغان حکومت سره ښې اړیکي لري ، له افغان حکومت سره د هندوستان نږدېوالی پاکستان په خپل زیان ویني ، نو ځکه یې د پردې تر شا دغه ډول سیاست غوره کړی دی او دافغانستان په قضیه کې رښتینی نه دی، خو دا د هر هېواد خپل حق دی ، چې له چاسره اړیکي جوړوي او له چاسره یې نه جوړوي ، پاکستان ددې حق نه لري افغانانو ته ووايي دا وکړه او دا مه کوه زموږ ملي ګټې باید پرېکړه وکړي ، نور د اخوت او ګاونډيتوب خبرې پای ته رسېدلې موږ هم مسلمانان یو زموږ یوه ګاونډي هېواد نه خدای ته وکتل ، نه رسول ته او نه یې د قیامت ورځې ته د خپلو موخو لپاره يې د افغانانووینې توی کړې .
په ټوله کې پاکستان له دغه ډول سیاست نه په افغانستان کې دغه موخې لري :
– نړیواله ټولنه بوخته ساتل ، چې بالاخره تلو ته مجبوره شي او دوی بیا پر افغانستان داسې یو حکومت وتپي ، چې ددوی تر اغېزې لاندې وي او د دوی باداري ومني ، چې د افغانانو فطرت په تاریخ کې هم د چا باداري نه ده منلې .
– د سیمې په جګړه کې د امریکا بوخت ساتل او له امریکا اقتصادي مرستې تر لاسه کول . څرګنده بېلګه یې همداداده ،چې تر دې دمه امریکا له افغانستان سره دومره مرستې نه دي کړي لکه د نیویارک له پېښې راور وسته يې چې له پاکستان سره کړي ، په افغانستان کې د جګړې دوام پاکستان ته لنګه غواده .
– له افغانستانه د هندوستان لاسونه لنډول او له هندوستان سره د جګړې پر مهال د اسلام تر سیوري لاندې له افغانانو نه د یوه مفت او بې پوښتنې ځواک په توګه کار اخیستل، موږ له کشمیري مسلمانانو سره خواخوږي لرو ، زموږ وروڼه دي ، خو دکشمیر ازادي یواځې هندوستان نه ده سلب کړې ، څومره چې دکشمیریانو په وژنه کې هندوستان ګرم دی په هماغه کچه پاکستان هم ګرم دی ، پاکستان د اسلام په خاطر د کشمیریانو ملاتړ نه کوي ،بلکې داد پاکستان ګټې دي ، چې دوی باید له هندوستان سره تل د کشمیر مسله توده وساتي ، اصلي خبره د کشمیر دسمسورې سیمې د روانو اوبو زېرمې دي ،چې په پاکستان کې ترې دچناب او جېلم سیندونه جوړېږي او دا هغه سیندونه دي ، چې نږدې دنیمايي پاکستان د کرکیلې اوبه خور دی او په برېښنا جوړونه کې هم ترې کار اخلي موږ په دې باور یو ،چې کشمیریان دې د هندوستان او پاکستان دواړو تر اغېزې لاندې نه ويی بلکې دیوه خپلواک هېواد په توګه دې لکه دنړۍ نورملکونه ازادي او خپلواکي ولري .
– له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو تړونونو باداري او واک په خپله ولکه کې ساتل، دلته باید دا خبره وکړو ، چې له افغانستان سره د پاکستان د سیاسي خصومت پر ځای د ترانزيت برابرول ډېر دپاکستان په ګټه دی ، ځکه چې پاکستان دمنځنۍ اسیا انرژې ته ډېره اړتیا لري او له دې سره به یې اقتصاد ښه وغوړېږي ، خو نه پوهېږو ، چې ولې لاهم په اسلام اباد کې کابل ته قسم خوړلي دوښمنان په دغه حقیقت سترګې پټوي ، خو موږ پوهېږو ، چې له دغه کار سره به دافغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست څه ناڅه د ترانزيت په برخه کې د افغانستان په کنټرول کې شي چې افغانستان به هم بیا ترې د پاکستان په وړاندې د ځينو مسالو په برخه کې د فشار د الې په توګه کار اخلي .
– د افغانستان او انډیا لپاره د سخت دریزو ډلو ایجاد او ملاتړ چې د اړتیا پر مهال ترې د خپلو ګټو لپاره کار واخلي، د هندوستان په برخه کې ښايي تر یوه بریده پاکستان په دې کې بریالی شوی وي ، خو په افغانستان کې دا خبره تر دې وروسته د بدلون په لور روانه ده ، که څه هم پاکستان لا هم ځينې داسې ډلې لري ، چې دافغانستان په وړاندې ترې کار واخلي ، خو د مجاهدینو پر سر سوداکول او طالبان رامنځته کول او بیا له امریکا سره دطالبانو پر سره سوداکول ، دطالبانو ځينې غړي په لوی لاس امریکا ته سپارل او ان د طالبانو د واکمنۍ ځينې جګپوړي چارواکي دپاکستان په زندانونو کې بندي ساتل او د و خت د د فاع وزیر ملا عبید الله اخوند مړینه هغه دلایل دي ، چې پاکستان په دغو خلکو کې خپل حیثیت له لاسه ورکوي او داکار پیل شوی ښايي څه وخت او زمان ته اړتیا وي چې د ځينو خلکو ځينې مجبوریتونه به دوی دې ته نه پرېږدي ، چې سم له واره له پاکستانه لاس واخلي او بله خبره د یادولو وړ داده ،چې په افغانستان کې که مجاهد دی ، که کمونیست ، که له غربه راخلی او که له شرقه، که منځلاري دي او که توند لاری، ددوی تر منځ اوس هم په نظریاتو کې واټن شته خو په یوه خبره ، چې دوی ټول سره متفق دي هغه داده ، چې دوی پاکستان ته نور د دوست په سترګه نه ګوري .
– د افغانستان کمزوری ساتل چې ونه کړای شي له خپلو اوبو نه د خپل ځان په ګټه کار واخلي، ځکه چې نن سبا سیالۍ او جګړې د مارکېټ او ګټو دي پاکستان نه غواړي افغانستان په دې برخه کې پرمختګ وکړي ، دکونړ پر سیند د برښنا بند جوړشي او تر دې دمه يې ددې چارې دمخنیوي لپاره هر څه کړي او دا ټوله لوبه هم دلته د پاکستان ددغسې ګټو د خوندیتوب لپاره روانه ده .
– په افغانستان کې د هر ډول تولید اوصنعت مخینوی ، چې د پاکستاني تولیداتو یو مصروفوونکی هېواد او مارکېټ و اوسي ، پاکستان دا چاره د دوو موخو لپاره کوي یو دا چې په پاکستان کې هر ډول بې کیفیته جوړشوي تولیدات به په افغانستان کې د کمزوري حکومت په شتون کې بې پوښتنې پلورل کېږي او د دوی د تولیداتو ښه اسانه ، نژدې او ګټور مارکېټ به وي، بل دا چې کوم خام مواد چې په افغانستان کې شته هغه به دوی په ارزانه قیمت تر لاسه کوي او خپل اقتصاد به پرې غوړوي او یوه خبره بله هم چې باید یادونه يې وشي هغه داده ، چې یو ملک هغه مهال توليدي او صنعتي کېږي ، چې مفکر ، مسلکي خلک ولري ، مسلکي توب په علمیت کېږي ، کله چې یو ولس په علم سنبال شو ، نو بیا د ای اس اس غلامي نه کوي .
– د یوه داسې کمزوري افغانستان ساتل، چې په پاکستان پورې تړلی وي ، چې دغه کار به د ډیورنډ لاین او نورو تقسیم شوو سرحدي سیمو موضوع پټه وساتي، دا چاره تر همداننه پورې روانه ده په هر ځا ی کې په پوله کې پاکستانی اړخ افغانستان خاورې ته راننوتی او خپلې تاڼې یې جوړې کړي او دې لړۍ ته يې دوام ورکړی دی .
ایران :
ایرانیانو ته هم افغانستان او په ځانګړي ډول پښتانه تاریخي دوښمنان ښکاري، چې د افغانانو د هویت د له منځه وړلو هڅې کوي . په ایران کې د اخوندي نظام له راتګ نه وړاندې د ایران شاهي نظام او تر هغوی وړاندې نورو ایراني نظامونه هم ځانغوښتونکي نیشنلستان وو او په ځینو مسایلو له افغانانو سره جوړ نه ، خو په په ایران کې د تش په نامه اسلامي انقلاب نه راو روسته د افغانستان په موضوعاتو کې ایران په ډېره بې شرمۍلاسوهنه کوي . د ایران له پخوانیو واکمنانو سره هم د هلمند د سیند د اوبو پر سره ځينې اختلافات وو، خو د افغانستان جهاد ایرانیانو ته هم دا زمینه مساعده کړه ، چې څه ډول یې زړه وغواړي هغه ډول په افغانستان کې مداخلې وکړي ، ایرانی انقلاب چې په اصل کې یو فرهنګي انقلاب دی د مذهب او ژبې تر سیوري لاندې یې په افغانستان کې د خپل نفوذ د ډېرو لو هڅې پيل کړي ، لسګونه شیعه ډلې یې جوړې کړې ، د عراق او ایران په جګړه کې یې له افغانانو پخپله ګټه کار واخیست ، په افغانستان کې یې مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهله ، له روسانو سره یو ځای یې قومي اختلافات راوټوکول اودګډې ژبې او فرهنګ شعار تر سیوري لاندې یې تر ننه پورې خپلې موخې وپاللې، په افغانستان کې د کمونیستي نظام له پرزېدو وروسته یې عملا د کابل په جګړو کې د ځينو داسې ډلو ملاتړ وکړ ، چې د زرګونه افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي ، ډېر داسې دلایل او ثبوتونه شته ، چې د ایران له مشهد څخه زرګونه الوتنې شوې ، چې په افغانستان کې يې ځانګړو ډلو ته وسلې او نور اړین جنګي توکي را وړي دي، خو دا هر څه له امريکا سره په ښکاره او له سعودي عربستان او پاکستان سره په پټه د ايران سیالي ده ، چې په افغانستان کې پالل کېږي ، ايران په دې فکر کې دى ، چې امريکا ته په افغانستان کې زيان ورسوي او یا لږ تر لږه د امریکا متحد پاتې نه شي .
له يوه اړخه له افغان حکومت سره دوستي پالي او له بله اړخه لسګونه داسې رپوټونه خپاره شوي ، چې د افغان حکومت مخالفانو سره مرسته کوي . د نړيوالې ټولنې د شتون له برکته د ژبې او مذهب پر بنسټ د افغانستان په سياسي ، نظامي ، اقتصادي ، فرهنګي او نورو برخو کې يې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړى .
ايران په افغانستان کې له ځانګړو ډلو ټپلو او اشخاصو ملاتړ کوي، په افغانستان کې د امريکا شتون د ځان لپاره ګواښ ګڼي ، خو د ايران په ګاونډ ، کويټ ، بحرين ، قطر، عراق او عربستان کې امريکايي اډې موجودې دي ، له دغو هېوادونوسره ښه راشه درشه لري ، سوداګري اړيکي ورسره لري ، خو د افغان حکومت له کمزروۍ ګټه پورته کوي او د امريکا په وړاندې يې له افغانستان نه د جګړې سنګر جوړ کړى دی . له لوېدېځ سره د دومره څرګندې دوښمنۍ په شتون کې ايران مفت په مفته په افغانستان کې دومره رول لري ، چې هېڅ بريد او اندازه نه لري ، دې کار د ايران سيالان دې ته هڅولي ، چې د ايران د ډېر نفوذ د مخنيوي لپاره دا جګړه نوره هم وغزېږي .
په ټوله کې په افغانستان کې ايران د دغو موخو تر لاسه کولو لپاره دغه ډول سياست تعقيبوي :
– په هر قيمت چې وي امريکا ته ماته ورکول ، بوخت يې ساتل ، ځکه چې ايران پرته له دې، چې يو سر تېري يې له امريکا سره په جګړه کې مړ شي ، جګړه د دوی په ګټه روانه ده، ځکه په سیمه کې عراق هم دایران له لپاره فتحه شوی او په افغانستان کې هم د ټولو شته او موجودو واقعیتونو پر خلاف هغه ډلې ټپلې چې ایرانپالې دي دامریکا له برکته په هغه دریځ کې دي ، چې په سلو کالو کې هم ددې خبرې تصور نه شو کېدای ، چې دوی دې په افغانستان کې دې برید ته ورسېږي .
– د امريکا په شتون کې د افغانستان له شيعه ډلو او نورو هغو ايران پالو اشخاصو سره مرسته او تر ې ملاتړ کول، چې که لوېدیز ماته خوري نو دغه ډلې ټپلې به د يوه مطرح ځواک په توګه د ايران ګټې خوندي کړي، په افغانستان کې ددې خبرې ډېرې بېلګې نن سبا تر سترګو کېږي ، پوهنتونونه ، مدرسې، فرهنګي مرکزونه ، دمرستو په نامه نغدې او جنسي مرستې او اوس اوس په کابل کې د ایران د انقلاب کلیزه لمانځل هغه څه دي ،چې د امریکا او ایران د سیالیو ډګر اوس کابل ګرځېدلی دی ، امریکایان خپلې ګټې پالې او ایران خپلې ، خو زور يې له افغانستانه وځي .
– په اوږد مهال کې افغانستان ته د ايران په څير د يوه انقلاب صادرول، چې نوم به د اسلام وي ، خو تر سیوري لاندې به یې ایرانیزم ، فارسییزم او شیعه ییزم پالل کېږي .
– په افغانستان کې د سعودي پلوو وهابيانو د پر مختګ مخنيوي کول، د اسلامي نړۍ د مشرتوب امتیاز بله هغه لانجه ده ،چې د سعودي او ایران تر منځ روانه ده دا دواړه هېوادونه د دې وړتیا او لیاقت نه لري ، چې د اسلامي نړۍ مشري دې د دوی پرغاړه وي ،ځکه چې هم ایراني اخوندان او هم پر سعودي د السعود واکمنه کورنۍ د خپلو ګټو لپاره په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو وینې تویوي، سعودي عربان ایرانیان یهود بولي خو په مقابل کې یې ایراني اخوندان ټول سنیان کافر ان ګڼي .
– په افغانستان کې د پښتنو د حاکميت مخنيوى کول، په افغانستان کې د هوتکیانو د واکمنۍ له پير ه رانیولې تر ننه پورې ایرانیان له پښتنو سره جوړ نه دي او علت يې د شاه حسین او شا اشرف هوتک پواسطه د اصفهان نیول دي ، خو د دوی دا خبره له یاده وتې چې ګورګین او نادر افشار په دې سیمه کې څومره وينې تویولي دي ، د افغانستان په ټول تاریخ کې ایراني واکمنو له پښتنو سره ښه رویه نه ده کړې تل يې په افغانستان کې د پښتنو پر ضد نور قومونه مقابلې او دوښمنۍ ته هڅولي دي ،د افغان جهاد پر مهال يې هم لومړی مذهبي چلند کاوه یواځې له شیعه وو ډلو سره یې مرستې کولې، چې په دې وپوهېدل ، چې یواځې شیعه ګان نشي کولی د ایران ګټې په افغانستان کې خوندي کړي ، نو دګډې ژبې او ګډ فرهنګ شعار يې رامخته کړ او د ژبې پر بنسټ يې د افغانستان له نورو سنیي ډلو ، چې فارسي ژبي وو مرستې پيل کړې ،چې ان تر ننه پورې په افغانستان کې په ډېر جرات سره د پښتنو پر ضدکارونه کوي .
– د افغانستان کمزرى ساتل ، چې هېڅ ډول صنعتي او توليدي پرمختګ ونه کړي او د تل لپاره د ايراني توليداتو د يوه مصروفونکي مارکېټ حيثيت ولري، چې ددې خبرې دلایل تاسو د پاکستان په برخه کې هم ولوستل .
– افغانستان کمزوری ساتل ، چې د هلمند د سيند اوبه ټولې پخپله ګټه وکاروي او له افغانستان سره په پوله هر چېرته چې زړه وغواړي رامخې ته شي او افغان خاوره ونيسي. د پاکستان په څېر ایران هم دغه چاره تر سره کړې په پوله کې راننوتي او د هلمندسیند ته يې لسګونه ځایونه ایراني لوري ته د ابو پمپونه لګولي او اوبه پخپله ګټه کاروي .
عربستان :
سعودي عربستان که څه هم د افغانستان ګاونډی هېواد نه دی ، خو د افغانستان په موضوعاتو کې یې دلچسپي له پاکستان او ايرانه کمه نه ده .
سعودي عربستان د ځينو مقدسو ځایونو اوزیارتونو د د رلودو له امله په اسلامي نړۍ کې د درناوي وړ ځای دی ، دغه درناوی او تر څنګ یې د تېلو پراخې سرچينې هغه دوه فکتورنه دي ، چې سعودي ځان په اسلامي نړۍ کې د اقا او بادار په توګه مطرح شي ، خو د سعودي واکمنه کورنۍ د خپلې پاچاهۍ او ګدۍ دبقالپاره په سیمه کې ځينې داسې کارونه کړي ، چې ځيې خلک يې دوستان او ځينې نور یې د ځان دوښمنان کړي دي ، ډېرو شتو او پيسو عربان او په ځانګړي ډول سعودي عربان دومره د دنیا په مزو او چړچو کې ډوب کړي ، چې د ځينو اعمال ان د عربو دجاهلیت له دورې هم بد دي ، دوی پیسې لري ، خو پخپلو هېوادونو کې نور کارونه خو پرېږده ان د خپل هېواد لپاره عسکري هم نه کوي په کرایه يې دنورو ملکونو خلک عسکر نیولي دي ، ددې لپاره چې واکمني يې له ګواښ سره مخامخ نه شي د نړۍ له ستر زبر ځواک سره يې لاس یو کړی ، نو هغه څوک چې په سیمه کې د امریکا مخالفان دي له سعودي سره هم دوښمني پالي دوی نېغ په نېغه یو بل ته څه هم نه شي ویلی ، خو خپلې دوښمنۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې پالي ، چې له هغې ډلې په افغانستان کې د ایران او سعودي سیالي پالل کېږي. د افغان جهاد پر مهال د عربي هېوادونو ډېر ځوانان افغانستان ته د جهاد لپاره راغلل ، راغلل څه چې همدغو عربو واکمنانو پیسې ورکړې ویې هڅول چې افغانستان ته لاړ شي ، دې خبرې دوه دلایل درلودل یو خو له اسراییلو سره د عربو له جګړې وروسته چې عربانو په کې ماته وخوړه ، ځينو عربي مشرانو اسراییل په رسمیت وپېژندل ، ځینو نورو د اسراییلو له ملاتړي هېواد امریکا سره ښې اړيکي جوړې کړې ، دغه چاره په ځينو عربو اسلامپالو ځوانانو ښه ونه لګېده دوی په دې لټه کې شول ، چې په عربي نړۍ کې د دغو واکمنو په وړاندې راولاړشي او دوی له منځه یوسي ، چې داکار عملا په مصر، اردن ، سعودي ، سوریه ، یمن ، عراق او ځینو نورو عربي هېوادونو کې وشو،عرب مشران د دغو اسلامپالو ځوانانو له دغه ډول کړنو نه په وېره کې وو، چې ناساپه روسانو پر افغانستان برید وکړ ، عرب ځوانان چې لا له وړاندې د جهاد تږي و ، نو واکمنو عربانو د خپلو درباري علماوو د تبلیغاتو په مرسته دغه ځوانان له ټولې عربي نړۍ څخه د افغانستان جهاد ولېږل، عربو واکمنو غوښتل که دوی په افغانستان کې ومري هم دوی به يې له شره خلاص وي او که ژوندي هم وي نو د افغانستان جګړه ورته د لسګونو کلونو جګړه ښکارېده او دپای ته رسېدو يې هېڅ هیله هم نه درلوده نو هر څومره چې دا جګړه اوږده شي دا ځوانان به له عربي هېوادونو لرې په وچه کې په یوه را ګېر هېوادکې بند وي او دوی به يې له شره خلاص وي ، د افغانستان د خلکو د قربانۍ په پایله کې روسان مات شول ، کمونستي رژيم له منځه ولاړ، دلته راغلي ځينې عربان د افغانانو دخپلمنځي جګړو له امله خواشيني شول نه يې غوښتل په دغو جګړو کې ونډه واخلي ، نو بېرته خپلو هېوادو ته ستانه شول ،ځينې يې هلته ونیول شول ، په عمر بند بندیان شول او اعدام شول ، چې څرګنده بېلګه يې د اخوان المسلمين ډلې یو غړی ډاکټر مصطفی کمال و ، چې حسن مبارک پرته له محاکمې په دې تور چې ولې افغانستان ته تللی اعدام کړ ، دغه اعدام او زندانونو په افغانستان کې نورو عربانو ته پیغام ورساوه ،چې دوی په خپلو ملکونو کې د ژوند کولو چانس نه لري . نو هماغه وو ، چې عرب جنګيالي په افغانستان کې پاتې شول چې بالاخره له همدغو عرب جنګیالیو نه القاعده جوړه شوه ا و د سعودي د واکمنې کورنۍ په وړاندې ودرېدل . سعودي عربستان غواړي دغه عرب جنګيالي د خپل هېواد له پولو لر ې بوخت وساتي ، چې دوی ترې په امان کې وي ، نو د همدغه کار لپاره يې له پاکستان سره لاس يو کړى، چې دا جګړه د ډېرو کلونو لپاره په دې سيمه کې دوام و مومي او القاعده له منځه ولاړه شي .
په افغانستان کې د ايران د نفوذ ډېرېدل بله هغه خبره ده ، چې د سعودي پښه دې جګړې ته راکشوي ، کله چې د امریکا پرمټ د پليتې راغلې دیموکراسۍ په پایله کې ایرانپالې ډلې په افغانستان کې دومره بې خرته واک او ځواک ولري ، سعودي عربستان هم دا هڅه کوي ،چې دشیعه وو په وړاندې سنیان وهڅوي ،چې د هغوی مخه ډب کړي ، دوی پخپله په خپلو هېوادونو کې ارام ژوند کوي ،خو سیالي او دوښمنۍ يې په نورو ملکونوکې د بې ګناه خلکو د وینو په تویلو سره جاري روانه وي
په ټوله کې سعودي په افغانستان کې دغه موخې لري :
– په سيمه کې د جګړې دوام ، چې القاعده د د وی له پولو ډېره لر ې په وچه کې راګېره وساتي او دوی دسعودي پر خلکو او د نړۍ په مسلمانانو بې حسابه مشري او باداري وکړي او که ټوله اسلامي نړۍ د سعودي دګټو دخوندیتوب لپاره د امریکا غلامه کېږي پروا نه کوي ، خو چې د السعود کورنۍ د سعودي واکمنه وي .
– د ايران د نفوذ مخنيوى، سعودي د بې خرته پیسو په لګولو سره په هر قیمت چې وي غواړي په افغانستان کې د ایران د نفوذ مخنیوی وکړي ، خو په دې کار کې سل په سلو کې له ناکا مۍ سره مخامخ شوی ، ځکه چې سعودي په تېرو لسو کالو کې په افغانستان کې پرته له جوماتونو نور په هېڅ برخه کې مرسته نه ده کړې او د مرستې نه کولو یو لامل يې هم ښايي داوي ، په افغانستان کې هغه نظام چې د ایران تر اغېزې لاندې وي او یا په کې ایرانپال واکمن وي سعودي ورسره مرسته نه کوي .
– د طالبانو واک ته رسول او د ايران په وړاندې ترې د فشار د الې په توګه کار اخيستل، سعودي په دې پوهېږي چې که په افغانستان کې یو سخت دریځه سني حکومت وي نو هغوی به کله هم دې ته زړه ښه نه کړي، چې د سعودي په وړاندې له شیعه ایران سره ښې اړيکي وپالي او یا دهغو د ګټو لپاره په سیمه کې دسعودي ګټې وننګوي نو همدا وجه ده ،چې د طالبانو بیا واکمني او یا په واک په غوښن ډول شريکېدل دسعودي په ګټه دي ښايي د پاکستان له لارې ورسره پټې مرستې کوي .
– په سیمه کې د پاکستان د ګټو خوندي کول، ځکه چې سعودي او پاکستان په ډېرو ښکاره او پټو چینلونو کې سره یو د بل د ګټو لپاره کار کوي، پاکستان په اسلامي هېوادونو کې یوازینی هېواد دی ،چې اتومي ځواک دی او له دې سره په څنګ کې يې ډېر ی وګړي سنيان دي د سعودي عربستان لپاره دا ډېره مهمه ده ، چې د ایران په وړاندې د یوه داسې سني مسلمان اټومي ځواک سره چې د ایران ګاونډی هم دی سیاسي پارټنر شيپ ولري ،چې د اړتیا پر مهال ترې کار واخلي او دپاکستان لپاره په خلیجو هېوادونو کې د یوه داسې هېواد ملګرتوب ، چې هم په اسلامي نړۍ کې ستر ځای لري او هم د تېلو سترې زېرمې لري ډېر ګټور دی نو همدغه ګډټکي دي ، چې په ډېرو پټو او ښکاره چينلونو کې سعودي او پاکستان یو د بل ملاتړي دي ، چې په افغانستان کې دواړه هېوادونو د خپلو سیالانو ایران او هند په وړاندې یو د بل متمم دريځ خپل کړي .
هندوستان :
هندوستان هم له ډېرو کلونو راهیسې دافغانستان له بېلابېلو واکمنو سره اړیکي درلودې ، خو د پام وړ خبره په کې داده ، چې پر افغانستان د روسي یرغل پر مهال او تر هغه راوروسته هندوستان په ټوله کې په سیمه کې د روسیې د سیاستونو ننګه کوله او په افغانستان کې هم د مجاهدینو پر وړاندې یې د کابل دکمونیستي نظام ملاتړ کاوه ، ددې خبر ې یو څرګند دلیل هم داو ، چې د مجاهدینو ډلې په پاکستان کې مېشتې وې او وخت ناوخت خو به يې د کشمير د ازادولو بیانونه هم ورکول او بل دا چې هندوستان داسې فکر کاوه ، چې په کشمیرکې د هندي ځواکونو په وړاندې د افغان مجاهدینو کسان هم جنګېږي او له دې سره په څنک کې د کشميري ازاديپالو د روزنې مرکزونه هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې دي ، نو په همدغه وجه يې دا د ځان حق ګاڼه چې د کابل د حکومت ملاتړ وکړي . د کمونیستي نظام له ړنګېدو وروسته هندوستان په کابل کې د مجاهدینو د حکومت له هغو ډلو سره اړیکي ټينګ کړل ، چې لا د مخه يې د جهاد په کلونوکې له روسانو سره اړیکي درلودل او د مجاهدینو د هغو ډلو چې مشران يې پښتانه وو دهغوی پر ضد د لږکیو په ملاتړ خپل سیاست ته ادامه ورکړه . په سیاسي لحاظ هندوستان په دې خاطر چې پښتانه په پاکستان کې هم شته ، په کشمير کې هم جنګيږي او دافغانستان پښتانه هم له پاکستان سره په پوله کې تړلي دي نو ګویا چې د هندوستان دوښمنان دي ، خو پرعکس دا د هندوستان تېروتنه ده ځکه چې یو ځل د هندو او پاکستان د وېش پر مهال د برتانوي هند تر ولکې لاندې پښتنو په کانګرس کې د ګاندي په ملاتړ د پاکستان پر ضد ودرېدل، خو په پایله کې همدغو هندوانو ورسره ناځواني وکړه او په نیمه لا ر يې پرېښودل ، هندوستان د تاریخ دا تېروتنه بیا هم تکراروي او په تېرو دوو لسیز وکې یې بیا هم د پښتنو پر ضد په افغانستان کې د لږکیو ملاتړ کاوه ، دا په داسې حال کې ده چې پښتانه د هندوستان دوښمنان نه بلکې دوستان دي او بل دا چې هندوستان که په افغانستان کې ستراتيژیکې موخې لټوي نو دا په دې خاوره کې له اکثریتو سره د دوستۍ په رڼا کې تر لاسه کېږي نه له اقلیتونو څخه د ملاتړ په نتیجه کې . د نیویارک له پېښې وروسته ، خو په ښکاره د هندوستان په سیاست کې د افغانستان په برخه کې لږ مثبت توپير ليدل کېږي، هغه دا چې دوی اوس دلته د ډلو ټپلو او اشخاصو پر تله غوښتي له مرکزي افغان حکومت سره اړيکي وپالي او دا هغه پالیسي ده ، چې هم د هندوستان او هم د پاکستان په ګټه ده . هندوستان په سيمه کې د اوسني افغان حکومت له سترو مرسته کوونکو هېوادونو څڅه ګڼل کېږي ، چې تر دې دمه يې د افغانستان په بيا رغاونه کې ډېره مرسته کړې ده د نورو ډېرو کارونو تر څنګ یې زرګونو افغان زده کوونکو او محصلينو ته د خپل هېواد په پوهنتونونو کې د زده کړې زمينه برابره کړې او څه موده د مخې د دغو ښو اړيکو د شتون په پايله کې يې له افغانستان سره ستراتېژيک تړون هم لاسليک کړ.
هندوستان که دا مرستې د هرې موخې لپاره کوي ، خو پاکستان يې داسې ګڼي ، چې دا هر څه د پاکستان پر ضد کېږی او ورو ورو پاکستان په افغانستان کې خپل موقف او دريځ په خطر کې ويني ، نو همدغه وجه ده ، چې کله په افغانستان کې د هندي قونسلګريو خبره رامخې ته کوي او کله نورې پلمې ، چې په پايله کې يې د افغانستان د بربادۍ پلانونه جوړېږي .
اصلي خبر ه داده ، چې پاکستان د کشمير سيالي له هندوستان سره اوس په افغانستان کې پالي ، که څه هم هندوستان پخوا په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ د مخنيوي په موخه له یو شمېر ډلو ، اشخاصو او کړیو سره پټې اړیکې درلودې ، خو له تېرو لسو کالو راهیسې یې هڅه وکړه، چې مخامخ له افغان دولت سره اړیکي ټینګې کړي ، مو ږ هيله من يو ، چې په اينده کې هم همدغه ډول پاليسي غوره کړي.
په ټوله کې هندوستان په افغانستان کې دغه موخې لري :
– د پاکستان پلوو ډلو د نفوذ مخنيوی، په دې چاره کې به هندوستان پرمختګ کړی وي او که نه يې وي کړی د افغانستان په وړاندې دپاکستان اعمالو او کړو وړو دافغانانو نظرونه دومره دپاکستان په وړاندې شکمن کړي ،چې د پاکستان هر عمل او کردار ته د شک په سترګه ګوري نو ګویا چې دا چاره پخپله د هندوستان په ګټه روانه ده ، ځکه چې یو څو ک یو ملک ته خلک ددې لپاره استوي ، چې ځانونه والوځي او نور خلک هم له ځانه سره ووژني او یو بل ملک ستا دملک ځوانان خپل هېواد ته بیايي زده کړې پرې کوي او دیوه مسلکي او پوه انسان په توګه يې درته رالېږي نو خلک به په غو دوو خواوو کې کوم یو وټاکي؟
– په افغانستان کې د دوستانو پيدا کول ، چې له پاکستان سره د جګړې پر مهال يې که ملاتړ ونه کړي ، نو لږ تر لږه مخالفت يې هم ونه کړي، د افغانستان په سترو پروژو کې د هندوستان پانګونه او مرستې پرته له شکه په دې بدلېدای شي ،چې په افغانستان کې دوستان پيدا کړي او دالړۍ د دوی له مرستو سره پيل شوې هم ده .
– له منځنى اسيا سره د سودا ګرۍ د ټينګولو يو ډاډمن مرکز پيدا کول، هندوستان ته په کار دي ،چې په هر حالت کې له افغان حکومت سره تر هغې پورې مرستې وکړي ،چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او ثبات ولري نو یو با ثباته او ډاډمن افغانستان پخپله له منځنۍ اسیا سره دهندوستان په سوداګرۍ ، اړیکو جوړولو او پانګوونو کې مرسته کوي .
– دلته د هندوستان په وړاندې د شته بد ذهنيت ، چې پاکستان پلوو پيدا کړى ورکول ، په دې برخه کې به یواځې دې خبرې ته اشاره وکړو ، چې نن سبا د هغو افغانانو په زړونو کې هم پاکستان ځای نه لري ، چې شل کاله يې په پاکستان کې ژوند کړ ی نو هغوي ،چې لا د مخه دپاکستان مخالفان وو د هغوی په زړونو کې به څه ډول ځای پیداکړي؟
– له افغانستان سره د دوامداره اړيکو جوړ ول، فکر کوم باید په ډېرو برخو کې هندوستان له افغانستان سره مرستې وکړي ،چې دومداره اړیکي جوړ شي .
– د افغانستان په بيا رغاونه کې د بنسټيزو پروژو د قراردادونو تر لاسه کول، که څه هم اوس هم هندوستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی ، چې دډېرو پروژو قراردادونه يې تر لاسه کړي، خو که دافغانستان په وړاندې دپاکستان پالیسي په همدغه ډول روانه وي پرته له شکه چې د هندوستان رول به نور هم ډېرېږي .
چين :
چين سره له دې چې د افغانستان يو ګاونډى هېواد دى ، خو د افغانستان د نورو ګاونډيانو پرتله ددغه هېوا د په موضوعاتو کې نېغ په نېغه نه دی ښکېل . له تېر وڅو کالو راهیسې يې د افغانستان د بيا رغاونې په برخه کې کارونه کړي ، روغتونونه ېې جوړ کړي ، لويې لارې يې جوړې کړي او د څو معدنونو د کیندنو قراردادونه يې تر لاسه کړي .
چین د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته د افغانستان په موضوعاتو کې دومره ښکېل هېواد نه و، خو په سيمه کې د امريکا د پوځي اډو او د يوغوري مبارزينو شتون هغه څه دي ، چې دغه هېواد د سيمې د سياسي وضعې په اړه اندېښمن و اوسي او په دې اړه بې تفاوته پاتې نه شي، خو خبره داده چې د یوغوري مسلمانو مبارزینو ټول مرکزونه له افغانستانه د باندې دي او له دې سره په څنګ کې له پاکستان سره د هند په وړاندې دچين دوستي ، په افغانستان کې د هندوستان داړیکو پراختیا او دپاکستان رنګ پیکه کېدل هم هغه څه دي ، چې چين يې په ځير سره څاري، په دې کې شک نشته چې چین زموږ او د پاکستان دواړو یو ګاونډی هېواد دی ، خو یو ډول ګاونډی هېواد نه دی ځکه چې موږ لا تر اوسه پورې دګاونډيتوب پر بنسټ یو له بل سره دټرانسپورټي لېږد رالېږد لاره نه لرو ، ډېر تګ راتګ نه لرو ، دومره پیاوړی ځواکمن هېواد نه یو ، چې له چین سره پارټنر شيپ وکړو او نه هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه داسې څوک یو ، چې د چین ګټې خوندي کړو، نو دغو فکتورنو ته په کتو سره چین کله هم تر هغې پورې چې د چین او هندوستان تر منځ دخاورې مسله نه وي حل شوي افغانستان له پاکستان سره بر ابر کړي . دا په دې معنا ده هغه څه چې دپاکستان د ګټو دخوندیتوب لپاره په سیمه کې روان دي که هغه د افغانانو په مړینه او بربادۍ هم تمامېږي نو چين پر ې خوله پټوي ځکه، چې پاکستان د چین ملګری دی، خو له دې ټولو سره سره افغانستان ځينې داسې پواینټونه لري ، چې کولی شي له چینایانو سره پرې د ښه ګاونډيتوب اړیکي ټينګې کړي ، هغه د افغانستان تر ځمکې لاندې زېرمې دي ، چینایان چې غواړي په نږدې راتلونکې کې د نړي لومړی درجه اقتصادي ځواک شي نو خامو موادو ته ډېره اړتیا لري او په افغانستان کې ورته د نورې نړۍ پرتله پانګونه ارزانه او ګټوره تمامېږي نو همدغه لامل دی ،چې لا د مخه يې د څو سترو پروژو قراردادونه تر لاسه کړي دي .
په ټوله کې چين په افغانستان کې دغه موخې لري :
– د امريکا يي قوتونو کړنې له نژدې څارل، په دې کې شک نشته ، چې دا خبره دچین لپاره یو سر خوګی دی ، خو امریکا هم په افغانستان کې د چین پانګونو ته شین څراغ لګولی دی ، په دې معنا چې د افغانستان په دې اوسنۍ غمیزه کې ددې جګړې ټول بار د غرب پر غاړه دی ، چین په کې هېڅ ډول ونډه نه لري ، خو بیا هم د امریکایانو په شتون کې چینایان د سترو پروژو قراردادونو تر لاسه کوي دا په دې معنا ده ه چې د نړۍ اوسنۍ جګړې د مارکېټ او ګټو پر سر دي ، خو امریکا بیا د لته د چين ګټې په پام کې نیسي ، کله چې په یوه موضوع کې د چا ګټې خوندي وي هلته ګړ بړ هم نه پیدا کېږي او چارې هم له خنډ سره نه مخامخېږي .
– د يوغوري مسلمانو مبارزينو مخنيوي او له منځه وړل، که څه اوس په افغانستان کې دیوغوري مسلمانانو کوم مرکز نشته او که د څو تنو په شمېر کې وي هم نو محسوس نه دي، موږ د مسلمانانو په توګه ددې خبرې مسوولیت لرو ، چې دیوغوري مسلمانانو اخلاقي ملاتړ وکړو، خو زه فکر نه کوم ، چې اوسنی افغان حکومت به پر دغو مسلمانانو د چین د حکومت تېری وغندي ، ځکه چې په چين کې یواځې مسلمانان نه دي ، چې له دغه ډول وضعیت سره مخامخ دي بلکې پخپله چینایان ، تبتیان ، ټایوانیان، هنکانګیان او نور ډېر داسې خلک شته چې چين پرې ظلم کوي ، د بشري حقونو فعالین پرې نیوکې کوي، خو دچين حکومت يې پروا هم نه کوي .
– د سيمې ارزانه سودا ګريز چانسونه تر لاسه کول، دا چاره ترسره شوې ،چین مسلکي خلک لري، مشینري لري ، مفکر ماغزه لري ، پیاوړی اقتصاد لري ، نو چې دغسې اسانتیاوې چین لر ي بل به کوم داسې هېواد وي چې رامخې ته شي او دغه سوداګریز چانسونه خپل کړي .
– په افغانستان کې د خپلو تولیداتو لپاره د مصر ف مارکېټ پیداکول، فکر کوم دا مارکېټ خو نن سبا نه یواځې افغانستان بلکې چې ټوله نړۍ يې دتولیداتو مارکېټ ګرځېدلی دی .
– د افغانستان معدني منابعو ته لاسرسی پيداکول دا چاره هم ترسره شوې ، د ځینو معدني منابعو چانسونه يې تر لاسه کړي دي .
روسيه :
روسانو هم د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره له منافقته ډک چلند درلود ، له برتانیې سره د سیالۍ له امله يې ددې خاورې له واکمنو سره کله د دوستۍ او کله د دوښمنۍ سیاست پر مخ بیوه البته په هره زماني مقطع کې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره دغه ډول دوه مخی سیاست يې بالاخره په افغانستان باندې پر یر غل او ماتې د څه مودې لپاره پای ته ورسېد . روسيه نن بالفعل د افغان جګړې کوم سيمه ييز لورى نه دی ، خو هغه څه چې پر افغانستان د روسانو د تېري له مهاله را روان دي په هغو سترګې نه پټېږي . د افغانستان ننۍ ټوله بدمرغي د روسانو د یرغل زېږنده ، روسانو افغانستان ته ملیاردونه ډالره زیان واړه ، یونیم لک افغانان يې شهیدان کړل یو میلیون معیوب او شپږ میلیونه يې کډوال کړي وو، د افغانستان اوسني واکمن که د هر مجبوریت له مخې له روسانو د دغه کړي جنګ تاوان نه اخلي دا د دوی تاریخي بې ننګي ده ، خو افغان ولس به کله هم روسان ونه بخښي ، دا د تاریخ پړاو دی تل یو څوک واکمن او بل ګدای نه وي حالات بدلېږي که کله هم په افغانستان کې د افغانانو واقعي حکومت راغی نو له روسانو ددې جګړې تاوان اخلي . ډېر د افسوس ځای دا دی ،چې د کومې ناکامې پالیسۍ په پایله کې روسانو په افغانستان کې خپله اویا کلنه امپراتوري له لاسه ورکړه اوس هم د افغانستان په حق کې له هماغې پخوانۍ ناکامې تجربې او نسخې نه کار اخلي ، ددې هېواد پر حقيقت سترګې پټوي ، د حکومت پر ځای له ځانګړو ډلو ، شخصیتونو او سیاسي کړیو سره اړیکي پالي، روسانو پخوا هم دا پالیسۍ درلوده ،چې لږګي د ډېرکیو په وړاندې راپاڅوه او خپل حکومت پرې کوه ، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یې هم له همدغې نسخې نه کار اخیستی و .په افغانستان کې یې همدغه کړنلاره پرمخ بیوله د پښتنو په وړاندې يې د ددې خاورې لږګي راپاڅول او د روسانو پنځه نوي سلنه جګړه هم د پښتنو په سیمو کې روانه وه ، ځکه چې تاسو وګورئ په ټول افغانستان کې هغه سیمې ډېرې ويجاړې شوي دي ، چې پښتانه په کې مېشت و ، له هراته نیولې تر بدخشان پورې په دې سیمه کې هېڅ کور او کلی روغ نه دی پاتې ، دا ځکه چې روسانو غوښتل پښتانه وځپي. که څه هم په افغانستان کې له ماتې وروسته روسان په نړۍ کې منزوي شول ، کوم ځانګړي حیثیت يې نه لره ، خو اوس اوس بیا د کا جي بي د یوه پخواني قاتل پوتین په درایت او بصیرت روسیه بیا په نړۍ کې مطرح شوه او یو نیم ځای اوس ځان راڅرګندوي.
روسان اوس هم په افغانستان کې پښتانه خپل دوښمنان ګڼي او له هماغو پخوانیو چینلونو له لارې يې بیا له خپلو لاسپوڅو سره اړیکي غزولي دي ، اوس هم له لږکیو ملاتړ کوي، دوی بیا د پخواني شوروي خوبونه ویني ، خو دا خوبونه خيال او جنون دی ، دوی باید په افغانستان کې واقعیتونه درک کړي دوی که له دې سیمې نه له ګواښ سره مخامخ وي ددې سیمې د ثبات له لارې يې د ا ستونزه حل کېږي او که په دې سیمه کې سترایژيکې ګټې لري نو ددې خاورې د اکثریت له ملاتړ پرته نه شي کولای پر مخ ولاړ شي ، له خپلو پخوانیو کړنو باید ډېر څه زده کړي .
په ټوله کې روسان په افغانستان کې دغه موخې لري :
– د خپلې پخوانۍ امپراتورۍ په نزدې پولو کې د امريکايي اډو د شتون له امله اندېښنې، روسان وغواړي که ونه غواړي سیالانو او حریفانو یې له هر لوري لږ تر لږه د اوس لپاره د دوی مخه ډب کړې او که له امریکا سره سیالي پالي نو په نوره دنیا کې دې وپالي افغانستان د دوی د سیالۍ ډګر نه دی ، ځکه چې د روسانو د احمقانه کړونو دا پایله ده ،چې افغانستان ټوک ټوک شو .
– روسان فکر کوي،چې دامریکا اولوېدیځ تر ماتې وروسته باید دلته سیاسي ریزرفونه وساتي ، موږ دا وایو که د دوی پخوانیو سیاسي ریزرفونو د دوی کومې ګټې دلته خوندي کړي وي ، خو نور به یې هم ورته خوندي کړي ، هغه خلک چې د دوی د اهدافو لپاره يې کار کاوه نن سبا په افغانستان کې تر ټول منفور خلک دي ، هغه بودیجه چې دلته مصرفوي په هغې د خپل هېواد د خلکو ژوند ښه کړي .
– په افغانستان کې د سخت دريځو ډلو د پياوړتيا مخنیوي، روسان دا کار ځکه نه شي کولی ، چې دا اوس یواځې افغانستان نه دی ، چې سخت دریځه لري اوس دروسيې تر پولو پورې دا خلک رسېدلي دي او دا چاره په یوه هېواد کې له لږکیو نه په ملاتړ نه کېږي په روښانه او دوستانه سیاست باندې کېږي ، دا ځکه چې د نړۍ د بل هر قوم نوم چې افغانانو ته واخستل شي پروايې هم پرې نه وي ، خو چې د انګرېز ، روس او امریکايي نوم افغانانو ته واخستل شي غوني يې زیګ شي ، دغه ډول حساسیت له منځه وړل یواځې په خبرو نه کېږي .
– په افغانستان کې دنشه يي توکو د کر کيلې مفته مخه نيول، که په افغانستان کې حکومت په بشپړ ډول واکمن شو ،قانون پلی شو ، اقتصادي وضعیت ښه شو د نشه يي توکو کرکیله پخپله له منځه ځي که روسان له دې اړخه وېره لري د افغانستان په ثبات او ودانولو کې دې ونډه واخلي .
– په افغانستان کې دلږه کیو په ملاتړ دخپل نفوذ دومداره کول او د قومي توپیرونو لوبول .
پايله :
افغانستان د يوه خپلواک هېواد په توګه ، د نړيوالو قوانينو په پام کې نيولو سره د هېڅ هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هېوادونو هم د ورته کړنې هيله لري .
دلته ثبات او سوله د ټولو هېوادونو په ګټه ده ، د افغانستان ګاونډيان او نور مطرح سيمه ييز هېوادونه بايد په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي .
ګاونډيان او سیمه ییز هېوادونه بايد خپلې سيالۍ له افغانستانه لرې وپالي . له مخالفانو سره د افغان حکومت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي، ځکه د افغان حکومت افغاني مخالفې ډلې د افغانستا اوسېدونکي دي ، نو ځکه په کار ده ، چې افغانان خپل اختلافات پخپله پای ته ورسوي .
وړاندیزونه :
افغانستان باید څه وکړي ؟
– افغانستان باید د یوې فعالې دیپلوماسۍ په کارولو سره ګاونډیان قانع کړي ، چې د افغانستان له لارې د ترانزیت او سودا ګرۍ ګټه په مراتبو له سیاسي خصومتونو نه ډېره ده .
– افغانستان باید نړیوالو ته قناعت ورکړي ، چې :
– پر ګاونډيانو باندې د زیات فشار راوستو په مرسته دهغوی لاسوهنې بندې کړي .
– په سیمه ییزه کچه د اقتصادي ودې له بهیر سره مرسته وکړي .
– له افغانستان سره مرسته وکړي ، چې په سیمه کې د ځواک د انډول یعنې پاور بیلانس ساتل خوندي شي ، چې ځینې اړخونه ځانونه محروم او کم ونه ګڼي .
– افغان حکومت باید هڅه وکړي ، چې د ګاونډیو هېوادونو دمداخلې عوامل له قدرته لرې کړي .