کندوز:ځوانانو ته د عدم تشدد په اړه ورکشاپ جوړ سو
په کندوز کې د عدم تشدد یا ولسي مبارزی د مفکورې په اړه یو شمیر ځوانانو
ته روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.
په کندوز کې په لومړي ځل سره د د اوساکار یا د ټولنیز کلتوري پوهاوي او
بیارغونې موسیسې له خوا د عدم تشدد د مفکورې د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو، چې
تقریبا یو دیرش تنو په کې ګډون کړی و، په دغه ورکشاپ کې ټولو هغو ځوانانو
ګډون کړی و چې د عدم تشدد یا ولسي مبارزې په اړه د معلوماتو سره یې مینه
درلوده.
د ټولنیز کلتوري پوهاوي او بیارغونې موسیسې مشر احمد الله ارچیوال وايي
چې دوي په دې خاطر چې د خلکو له فکرونو هغه خبره وباسي چې ګوندې دوي څه
نه شي کولې، هغه وایي چې دوي ځوانانو ته فکر ورکوي چې ولس که په سوله ییز
ډول مبارزه وکړي په کامیابۍ سره کولې شي خپل هدف تر لاسه کړي: (( د
اوسکار موسیسې له خوا دغه ورکشاپ جوړ شوی پنځه ورځې به دوام وکړي، چې د
عدم تشدد د مفکورې او تکتیکونو په اړه درس ورکول کیږي، د کندوز ځوانان به
په کې روزل کیږي چې څنګه کولې شي د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره له
غیر وسله والې مبارزې څخه کار واخلي، له دې نه مخکې درې ورکشاپونه په
کونړ کې جوړ شوي او دا څلورم ورکشاپ دی، هیله داده چې که په لویه کچه نه
وي نو په وړه کچه به ښې لاسته راوړنې ولري.))
د عدم تشدد د مفکورې په اړه د جوړ شوي ورکشاپ څو تنه ګډونوال وايي چې دوي
په لومړي ځل د یوې نوې مبارزې په اړه معلومات تر لاسه کوي او په دې پوهه
شوي چې له ټوپک پرته د مبارزې بله لار سوله ییزه مبارزه ده: عبدالله
ساپی: ((د کندوز تکړه ځوانانو په دغه ورکشاپ کې ګډون کړې ځکه چې موضوع یې
نوی ده، مونږ په افغانستان کې د ځورونو ښکار یو او په جګړو کې رالوی شوي
یو، نو دا مهمه ده چې په دې وخت کې ځوانان له تشدد نه لاس واخلي او دعدم
تشدد پیرو وي.)) د عدم تشدد د مفکورې په اړه په افغانستان کې دا څلورم
ورکشاپ و چې جوړ شوی و، تر د مخه درې نور ورکشاپونه د کونړ په ولایت کې د
همدغې موسیسې له خوا جوړ شوي وو، د عدم تشدد ورکشاپ څلور ورځې دوام
درلوده چې په کې د کندوز ولایت د مختلفو ولسوالیو ځوانانو ګډون کړی و.