کندهار:د مستوفيت په عوايدوکي لوړوالي راغلی

د لراوبر اداره | اپریل 2nd, 2012


کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د مستوفيت چارواکي وايي چی د تير کال په عوايدو کي يي  د پام وړ  لوړ والی راغلی .
 
د کندهار ولايت دمستوفيت ريس عظيم خان احمدزی  چي نن يي د کندهار ولايت د رسنيو په مرکز کي  په يو مطبوعاتی ناسته کي خبري کولي وويل چی په تير ۱۳۹۰ يم کال کي  د کندهار ولايت د مستوفيت په  عوايدو کي پنځوس فيصده  د پام وړ لوړ والي راغلي  چي يوازي د تير کال د حوت د مياشتي عوايد (۱۷۴۱۰۷۶۹۵) افغانی  او د ټول ۱۳۹۰ يم کال عوايد (۱۲۵۵۶۲۰۴۵۹) افغانی وو چی د پخوا په پرتله  ډير لوړ او د پام  وړ رقم دی.




 
ښاغلي احمدزی همدار راز وويل چي په تير کال ۱۳۹۰ يم کال کي يي د کندهار په ښار او ولسواليو کي د بيلابيلو پيښو د ۱۴۵ شهيدانو او زخميانو سره د ولسمشر د ځانګړی فرمان پر اساس  دولس ميليونه افغاني مرسته کړي چی د هر شيهد و کورنيو ته ۱۰۰۰۰۰ افغانی او زخميانو ته يي ۵۰۰۰۰ افغانی ورکول سوي
 
 
هغه همدا راز د خپلو راتلونکو پلانو څخه هم يادونه وکړه چي په وينا يي په ۱۳۹۱ یم کال کي به د MTO يا د متوسطه ماليي د ورکولو سيسټم پر فعاله کولو، د ماليي وزارت د پلانونو پر تطبيق او د ماليی په ورکړه کي د عامه پوهاوي او روزني باندي کار وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024