کور / تازه خبرونه / پروفيسر صبغت الله مجددي له دولتي دندي استعفاء وکړه

پروفيسر صبغت الله مجددي له دولتي دندي استعفاء وکړه

د مشرانو جرګې غړي پروفيسر صبغت الله مجددي چي د پخلايني د کمېسون رئيس هم دئ، ويلي چي له خپلو دولتي دندو استعفاء کوي او نه غواړي په حکومت کي کار وکړي.
د مجددي د دفتر مشر ويلي چي د نوموړي د استعفاء علت د سولي د عالي شورا د مشر د ټاکني په باب د ده مشورو ته د ولسمشر کرزي نه پاملرنه ده.
مجددي ويلي دي چي تر هغو په حکومت کي کار نه کوي چي مشورو ته يې غوږ ونه نيول سي.
ويل کېږي چي شاوخوا ٩٠ کلن سپينږيرى مجددي په دې خاطر خوابدى سوى، چي د برهان الدين رباني تر مړيني وروسته يې د سولي د عالي شورا د مشر په حيث د دندي غوښتنه کوله، خو ولسمشر کرزي يې غوښتنه په پام کي نه ده نيولې.
صبغت الله مجددي تر دې دمخه هم څو واره په خوابدۍ استعفاء کړې، خو ولسمشر کرزي بيرته پخلا کړى دئ.