کور / هراړخیز / د ارزګان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د ارزګان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د ارزګان ولایت د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د غزني او بامیان ولایتونه، لویدیځ ته یې د غور او هلمند ولایتونه، جنوب ته یې د کندهار او زابل ولایتونه او شمال ته یې د بامیان ولایت موقعیت لري.
 
د ارزګان ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 317,200 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي مرکز یې د ترینکوټ ښار دی او په مرکز سربیره 5 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له چوره، خاص ارزګان، دهراوت، چنارتو او شهید حساس څخه عبارت دي.
 
د ارزګان په ولایت کې پوهنیز پرمختګ که څه هم چې اوس مهال په مناسبه توګه پر مخ روان دی او د ورځې په تیریدو سره یې تعلیمي نظام ښه کیږي خو لا هم د ډاډ او ستایلو وړ نه دی بلکي د ارزګان د خلکو، قومي متنفذینو، علمای کرامو او ټولو اړوندو اړخونو ژورې خواخوږۍ او زیاتو هڅو ته اړتیا لري څو په خپلو بچیانو رحم وکړي او پر مخ یې د پوهنې دروازې پرانیزي. د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
د 1390 کال ښوونیز حالت:
په 1390 کال کې د  ارزګان  په ولايت كې په ټولیزه توګه 222 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 205 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 13 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 11 بابه دیني مدرسې، 1 بابه دارالحفاظونه)  2 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 2 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلول.
 
د یاد شوي کال په جریان کې د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 71,920 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 1,331 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  2,576 تنه د سواد د زده كړې په 44 بابه كورسونو كې د 46  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د ارزګان په ولايت كې د 11,615,077 امريكايي ډالرو په ارزښت 131 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 61 پروژې بشپړې شوې، 70 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د ارزګان ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 303 تنه وو چې د نا امنیو له امله  د دې ولایت د پوهنې د ټیټې کچې څرګندونه کوي او د همدې ولایت اوسیدونکو او ټولو اړوندو اړخونو ته یو ژړونکی، له عبرت څخه ډک او دردونکی خبر له ځان سره لري.
 
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د ارزګان په ولایت کې تر ټولو لویه ستونزه نا امني او د یو شمیر بندو ښوونځیو موجودیت دی چې د دې ولایت پوهنیز نظام یې له خنډونو سره مخ کړی دی.
 
همدارنګه د مسلکي ښوونکو کموالی، د ښځینه ښوونکو او زده کوونکو په وړاندې د تحدیدونو موجودیت او د تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…