کور / تازه خبرونه / چاريکار: وسله والو د تجربوي لېسې سرمعلم وواژه

چاريکار: وسله والو د تجربوي لېسې سرمعلم وواژه

استاد خدایداد د نور محمد زوی د چاريکار د تجربوي ليسې سر معلم نن د وري د مياشتي پر ۱۴مه د غرمې ۱۲:۴۵ دقيقې د نامعلومو وسله والو لخوا له کور څخه ښوونځی ته پر لاره په داسي حال کي وويشتل سو چي ښوونځی ددروازې څخه پنځه متره ليري و . د پوهني وزارت د يوې پيغام په خپرولو سره دا پېښه غندلې ده او پر امنيتي مسولينو يې ږغ کړئ دی چي عاملين تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري . د يادوني وړ ده چي د پېښي مسوليت تر اوسه چا پرغاړه نه دئ اخستئ .


د يوه بل خبر له مخي په ډېرې نن سهار د روان کال د وري په ۱۴ مه نېټه د ۸ بجو په شاوخوا کې د بغلان ولایت د نوي بغلان لېسې ته نژدې یوه چاودنه وسوه چي امله يې د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلي ترڅنګ  ۱۲ تنه زده کوونکي د نوي بغلان، مرکزي بغلان، زراعت بغلان، د بغلان مرکزي نمبر۲ او د خواجه خان بابا د متوسطې د ۵ او  ۱۲ ټولګیو په منځ کې زده کوونکي هم ټپیان شوي دي.


د پوهني وزارت لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي زخميانو ته د عاجلي شفا غوښتنه کړې او دغه پېښه يې په کلکه غندلې ده ، په خبرپاڼه کي  د بغلان ولایت د پوهنې ریاست ته یې دنده سپارلې چې د عامې روغتیا د ریاست په همکارۍ د یادو ټپیانو په درملنه کې جدي ګامونه واخلي.


دا انفجار په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې یاد زده کوونکي له کورس څخه رخصت شوي وو.


د پوهنې وزارت رهبري له ټولو ګرانو هېوادوالو څخه غواړي، تر څو د ښوونکو، زده کوونکو او د معارف د حریم په ساتلو کې چې د بیت المال او د ګران افغانستان په ملت پورې اړه لري، هڅه او هاند وکړي.