کور / تازه خبرونه / ترافيکي پېښي ٤٢ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ترافيکي پېښي ٤٢ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار اوکابل پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښي له امله شااو خوا ٤٢ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
پېښه نن سهار شااوخوا اته بجې رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې ٥ تنه وژل سوي ٣٧ تنه نور ژوبل سوي، چي ژوبل کسان د درملني په موخه سيميز روغتون ته وړل سوي.
چارواکي وايي چي پېښه د غزني ولايت اړوند د آب بند په سيمه کي رامنځ ته سوې او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې.
ترافيکي پېښه د افغان جګړې راوروسته لومړۍ پېښي دي چي قربانيان ئې اولسي وګړي دي.