کور / خبرتیا او پيغامونه / ماله مرګه وژغورئ

ماله مرګه وژغورئ

درنو لوستونکیو!

څو ورځې وړاندې د پيښور په ډبګري ګارډن کې –چیرته چې د په سلګونو ډاکترانو کلینیکونه، لابراتوارونه، خصوصي روغتونونه او نور روغتیايي مراکز واقع دي له یوه ځوان افغان سره مخ شوم، چې دیوه لابراتوار مخې ته يې په لوی کومي ژړل.

پوښتنه مې ترې وکړه، چې څه درشوي، جیب دې چا وهلی، ماشوم دې ورک دی که ….؟

دغه ځوان، چې عمر به يې د ۳۵ کالو په شاوخوا کې و تر لږې دمې وروسته په غریو نیولي غږ راته کړه :

ما له مرګه وژغورئ!!!!

وروره په توزیړي (هیپاټایټس) ناروغۍ نیولی یم، په ډیره ګرانه مې د لارې کرایه او یو څه نورې پيسې برابرې کړې او تر پيښوره راغلم. دلته چې مې یوه ابتدايي معاینه وکړه نو ډاکتر راته وویل، چې تور زیړي نیولی يې.

اوس يې راته وویل، چې باید درملنه پيل کړم، ۷۲ پيچکارۍ دي او هره پيچکاري یا انجکشن په ۸۰۰ کلدارې دی، پر دې سربیره تر درملنې وړاندې باید د ۲۰ یا ۲۵ زره کلدارې نورې لابراتواري معاینې هم وکړم خو د ژوند ټوله سرمایه مې (صفر ) دی. یعنې یوه روپۍ هم نه لرم.

پوښتنه مې ترې وکړه، چې د درملنې ټولټال لګښت دې څومره کیږي؟

ویل د ډاکتر په وینا له یولک تر یولک او شل زره کلدارو پورې خو باید ولرم خو کیدی شي تر دې هم زیاتې روپۍ ولګیږي….. اوس نو ته وایه چې وژاړم که نه؟؟؟
ما ورسره په دې الفاظو د مرستې ژمنه وکړه :

وروره ! که د زر نیمو کلدارو خبره وای خو ما به درکړې وای، خو دا خو دومره ډیرې دي، چې زه له وسه هم وتلې خبره ده. البته یوه ژمنه درسره کوم، یو کال وړاندې مې ددغسې یوه ناروغ لپاره په یوه پښتو ویب پاڼه کې یوه خبرتیا ډوله شی خپور کړ، چې بیا وروسته له نیکه مرغه تر ټاکلې اندازې هم زیاتې پيسې ورته خلکو راواستولې.

ستا لپاره به هم دغسې یو شی ولیکم، ګوندې که د چا زړه درد وکړي او یو څه مرسته درسره وکړي.

ته دې دتلیفون شمیره او پته راکړه، که پکار شوه چې مرستندویانو ته يې ورکړم او یا بیا تاته خبر درکړم. )

ویل وروره د جنوبي وزیرستان له مرکز واڼه نه خورا لرې په یوه کلي کې د مجبورۍ او ناچارۍ ژوند کوم، زه د سبا او بیګا ډوډۍ ته حیران یم ته رانه د تلیفون نمبر غواړې.
ته دې نمبر راکړه زه وخت ناوخت درته زنګ وهم، که چا څه ولیږل بیا ورپسې راشم او که نه نو خدای پاک دې مې مل شي.
درنو دوستانو!

که د چا څه مرسته له وسه پوره وي کولی شئ له ماسره په لاندې نومره تماس ونیسئ . انشاء الله ستاسو راليږلې مرستې به په پوره امانت دارۍ سره تر نوموړي ورسیږي.
درنښت
مجيب الرحمان انګار
اسلام اباد- پاکستان
00923339239897
Angaar3@hotmail.com