کور / تازه خبرونه / كندهار:افغان كومانډو،دولسي زيان مخه به نيسو

كندهار:افغان كومانډو،دولسي زيان مخه به نيسو

په كندهاركې دافغان ملي پوځ دپياوړتياپه لړكې د۲۰۵ اتل قول اوردوپه چوكاټ كې د(كوماندويي )ځانګړي جنګې ځواك كنډك پرانيستل سو.


دغه ځانګړي ځواك چې په پلازمينه كابل كې دامريكادمتحده ايالاتودخاصوقوتونوله لوري روزل سوي په لمړي ځل يي په كندهاركې دميشت قول اوردوپه چوكاټ كې خپله دنده پيل كړل .


دافغان ملي پوځ دچارواكوپه ويناچې كومانډويي ځواك دځانګړوفزيكې وړتياوپه درلودلوسره له هرپلوه خوراسمبال ځواك دي .


د۲۰۵ اتل قول اوردودقومندان جنرال ګل اغانايبي په ويناچې كوماندويي كنډګ په هررازستونزمنوحالاتوكې كولاي سي چې په ډيرلږوخت كې چټك عكسلعمل وښـې .


دنومه وړي په خبره چې كومانډويي سرتيري په مختلفوحالاتوكې دتكتېكې ،،جنګې اوفزيكې جوړښت له امله كولاي سي چې دولسي زيان مخه ونيسي .


جنرال ګل اغانايي بي وايې چې په بېړنوحالاتوكې به دنيمروزاودايكندي په ګډون  نومه وړي افغان ځانګړي ځواك دلوي كندهاردټولوولايتونولري پرتواوغرنيوسيموته په ډيرلږ وخت ځانونه ورسوي .


دولسي خلګوپه استازيتوب معلم محمداكبراوتورن موسي خان دافغان ملي پوځ په چوكاټ كې دكومانډويي ځواك جوړيدل ددغه پوځ دپياوړتيااوپرمختګ په لاركې يوه ښه بيلګه وبلل اوهيله يي څرګنده كړل چې نومه وړي سرتيري به  دلوي كندهاردامنيت په خوندي كولوكې پوره هڅې وكړي .


معلم محمداكبردپوليسواونوروسرتيرپه ليكوكې وځينونيمګړتياوته په اشاري سره له هغوڅخه غوښته وكړل چې دولس دزړونوپه ګټولوسره ښاري نظم په نظركې ونيسي اوهڅه وكړي چې له هرچاسره ښه سولوك وكړي .


دسويلي زون دپولېسولوي قومندان مل پاسوال غلام علي وحدت له نظامي پلوه دكومانډويي ځواك شتون په يوه هيوادكې خوراارزښتمندوباله اودنړي په هيوادونوكې يې دكومانډويي ځواك له ارزښت څخه يادونه وكړل .


په كندهاركې دميشت ۲۰۵ اتل قوال اوردودكومانډويي ځواكونوقومندان ډګرمن بسم الله وزيري ژمنه وكړل چې په هيوادكې به دسراسري سولى لپاره رغنده هڅې وكړي .


نومه وړي تياري وښودچې په بشپړه توانمندۍ سره به په ټولونظامي حالاتوكې دولسي خلګودزيانونومخ نيوي وكړي .


كومانډويي سرتيرو چې پخواتردې يي دافغان ملي پوځ په ليكوكې دپياده عسكروپه ډول دنده ترسره كړي نږدي درې كاله يي دزابل اوروګان هلمنداوكندهارولايتونوپه بيلابيلوبرخوكې دنده ترسره كړې .


دامريكادمتحده ايالاتوپه استازيتوب ډګروال (كينس)وويل چې هڅه كوي د۲۰۵ اتل قول اوردوپه چوكاټ كې هوايي كنډك هم تاسيس اواكمال كړي .


نومه وړي زياته كړل چې دكومانډويي ځواك په روزلوكې يي هم زياتي ستړياوي ګاللي دي .


په كندهاركې دميشت ۲۰۵ اتل قوال اوردوپه خپل  چوكاټ كې څلورليواوې اوڅلورګارنيزونونه لري چې په زابل ،اوروزګان ،هلمند،دايكندي ،نيمروزاوكندهاركې دامنيت په خوندي كولوكې لګيادي .
دكومانډويي كنډك سرتيري كټ مټ دبهرنيوځواكونوپه څيرپه ټولونظامي تجهيزاتوسمبال ښكاريدل .


دوى ته دامريكادمتحده ايالاتودسرتيروپه ډول توپكې وركول سوي اوهغوي ته ورته زغرې يي په تن وې .


دنومه وړكنډك سرتيرپه خپلوپوځي منوروسره پردښمن دحملي اوجنګې تكتيك وړتياپه عملي ډول سره وښودل .