کور / تازه خبرونه / محمود خان: دافغانستان خپلواكي د امن سره تړل شوې

محمود خان: دافغانستان خپلواكي د امن سره تړل شوې

د لرې پښتونخوا ملي عوامي ګوندمشر محمودخان اچكزي ويلي دي چې دافغانستان خپلواكي امن سره تړل شوې او تر څو چې په افغانستان كې امن نه وى راغلى تر هغې دپاكستان په شمول په ګرده اّسياكې دامنيت ټينګښت ناممكن  دى ددې خيالاتو څرګندونه نوموړي تېره نن د كويټې په  پريس كلب كې  يو خبري كانفرنس ته دوينا په وخت كړيده په دې موقعه نوموړي داخبره هم په ډاګه كړه .


كه چېرې دامنيت او دجمهوريت ټينګښت يقيني نه شو نو دا به دپاكستان سلامتيا لپاره ديوې خطرې خبره وي ده زياته كړه چې بايد نوى حكومت په ملك كې امن راوستلو لپاره آمر قوتونو ته ماتې وركړي .