کور / سپورټي / په جلال اباد کي د ۸ لوبډلو شل اوريزي سيالۍ

په جلال اباد کي د ۸ لوبډلو شل اوريزي سيالۍ

په جلااباد ښارکې داتو لوبډلو ترمنځ دسولې جام شل اوريزې سيالۍ دکونړ ولايت منتخبې او شارک انرژۍ کلب په بريا پرمخ ولاړې .
دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امر قرارعزيزي وايي دنن ورځې (پنجشنبه ) په سيالۍ کې دکونړ لوبډلې ننګرهار کرکټ اکاډمۍ او شارک انرژۍ کلب خيبرکلب ته په ماتي ورکولو سره ددغه سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه .
نوموړى زياتوي په لومړۍ سيالۍ کې کونړ لوبډلې دلسو لوبغاړو په سوزيدو سره ننګرهارکرکټ اکاډمۍ ته يوسلو اته منډې هدف وټاکه چې دملي لوبډلې لوبغاړي ضميرخان په کې دکونړ لوبډلې څلور لوبغاړي وسوزول .
قرارعزيزي په وينا په ځواب کې ننګرهارکرکټ اکاډمۍ ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي اوټول لوبغاړي يې په يوسلو درې منډو باندې وسوزيدل اوپه دې سره يې په پنځه منډو له کونړ لوبډلې څخه ماتې ومنله .
په دغه لوبه کې دکونړلوبډلې توپ اچونکي سيفور چې په څلور اورو کې دڅلورو منډو په ورکولو سره يې څلور لوبغاړي سوزولي و،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امر همدا راز زياتوي دنن ورځې په دوهمه سيالۍ کې شارک کلب،خيبرکلب ته په اته ويکټو ستره ماتې ورکړه .
قرارعزيزي وويل په دغه لوبه کې لومړى توپ وهنه دخيبرکلب وکړه چې ټوله لوبډله يې په څوارلسم اورکې په يوڅلويښت منډو باندې وسوزيده .
هغه زياتوي چې دشارک انرژۍ کلب له لورې اقبال په درې اورونو کې څلور لوبغاړي وسوزول .
په ځواب کې دشارک انرژۍ کلب وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په شپږم اورکې د دوه لوبغاړو په سوزيدو سره پوره اوپه اته ويکټو خيبرکلب ته ماتي ورکړي .
په دغه لوبه کې اقبال چې څلور لوبغاړي يې سوزولي وو،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
کونړ منتخبې لوبډلې او شارک انرژۍ کلب په دې بريا سره وکولاى شول چې دسولې جام کرکټ سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړي .
ديادونې وړده چې لغمان ولايت منتخبې لوبډلې نورستان منتخبې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تېره ورځ ددغه سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره موندلې ده .