کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٢ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٢ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧٢ م سوغات
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٨١:- تر ټولو ډېر پرهېز کوونکى انسان هغه دئ چي د خپلي ګټي او ضرر په وخت کي حق ووايي.
٨٢:- حقيقت به په ټولو ځايونو کي نافذ سي او هيڅ شى به پر حق حاکم نه سي.
٨٣:- د خاوند يعني مېړه دا خوږه وينا چي مېرمني ته وايي چي زه ستا سره مينه کوم هيڅکله د هغې د زړه څخه نه وزي.
٨٤:- د دوست له پاره تر هر څه تېر سه پرته د وجدان او وظيفې.
٨٥:- په دوستي کي اعتدال کوئ هسي نه چي سره دښمنان سئ.
٨٦:- ګيله له دوستانو کېږي او هغه د دوستۍ د دوام نخښه ده.
٨٧:- د خلکو سره دوستي نيم عقل دئ.
٨٨:- ډېر انصاف لرونکى هغه دئ چي څه د ځان له پاره خوښه وي هغه د نورو له پاره هم خوښ کړي.
٨٩:- تر ټولو لوړ او عظيم جهاد د ظالم باچا په مخ کي د عدل خبره کول دي.
٩٠:- د چا د راز پرده مه شکوئ.
نور بيا ………………..