طالبان: د کابل او واشنګټن ترمنځ نوى تړون غندو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | اپریل 9th, 2012


طالبان وايي د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د شپې د عملياتو نوى تړون په کلکه غندي.
د ذبيح الله مجاهد له خوا لراوبر ته رسېدلې پاڼه وايي د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د شپې د عملياتو نوى تړون پر طالبانو ځکه تاثير نه کوي چي د دوى جنګيالي د شپې له خوا په بستر کي نه بلکي په سنګر کي وي.
خبرپاڼه وايي د دې تړون موخه يوازي د ملکي افغانانو ځورولو ته قانوني رنګ ورکول دي.
د طالبانو له خوا خپره سوې خبرپاڼه د تېرو دوو کالو د نورو خبرپاڼو خلاف په خورا سختو الفاظو ليکل سوې ده.
طالبانو ويلي بهرنيان ځکه د شپې عملياتو ته ترجيح ورکوي چي له طالبانو سره يې په سنګر کي د مخامختيا توان له لاسه ورکړى دئ.

پرون د ناټو ځواکونو قومندان جان الن او د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ ترمنځ د شپې د عملياتو په باب يو تړون لاسليک سو، چي له مخي به يې افغان ځواکونه د خارجي هغو پرځاى د اړتيا پر مهال د شپې له خوا عمليات پر مخ بيايي.
د افغانستان حکومت ويلي وو ترڅو چي د شپې د عملياتو چاري افغان ځواکونو ته ونه سپارل سي، دوى به له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک نکړي.
د بهرنيو ځواکونو د شپې پر عملياتو ځکه نيوکي کېدې، چي ډېر کله به د طالبانو پر ځاى عامو خلګو ته ځاني تلفات پېښېدل.

د افغانستان حکومت وايي د شپې د عملياتو په افغاني کېدو به د ملکي تلفاتو مخنيوى وسي، طالبان به وځپل سي او هم به په هيواد کي د بهرنيو ځواکونو په وړاندي د عادي افغانانو د کرکي کچه راټيټه سي.

Copyright Larawbar 2007-2024