کور / هستوي فزيک / آیا پوهیدئ ؟ د هستوي انرژي ځانګړئ برخه

آیا پوهیدئ ؟ د هستوي انرژي ځانګړئ برخه

آیا پوهیدئ ؟

1. چې له کان څخه د راخیستل شویو یو ټن طبیعی یورانیمو بیه د یو ټن سکرو له بیې سره معادله ده.
2. چې د یورانیمو په کان کې کار کول د سکرو د کان په پرتله لږې روغتیایي ستونزې لرئ.
3. چې هستوي انرژي د دو هستو له یوځای والې او یا هم د یوې هستې له دوه ځای والې څخه لاس ته راځئ.
4. چې هستوي انرژي د کنټرول شوئ هستوي ځنیځیري تعامل په پایله کې مینځ راځئ، که چیرې دا تعامل کنټرول نشئ نو دې حالت اټومي چاودنه ویل کیږئ.
5. چې هستوي انرژي د یورانیم، پلوټونیم او توریم هستو د چاودنې او د دوه هایډروجن اټومونو د یوځای کیدنې له امله را مینځ ته کیږئ.
6. چې د یورانیمو یوې هستې د چادونې انرژي د سکرو د یو ملیون هستو د سوځیدنې د انرژی سره معادله ده.
7. چې فرانسه ۸۰٪ خپله برښنا له هستوي انرژي څخه لاس ته راوړئ.
8. چې په ۲۰۰۴ کال کې هستوي انرژي د نړۍ ۶.۵٪ انرژي او ۱۶٪ برښنا تولید کړئ ده.
9. چې په امریکې کې ۱۰۵ د برښنا د تولید هستوي بټۍ شته چې ۳۲۳۰۰۰ میګاواټه برښنا تولیدوئ.
10. چې لمړۍ هستوي بټۍ په روسیه کې په کال ۱۹۵۴ کې جوړه شوه چې ۵ میګاواټه برښنا یې تولیدوله.
11. چې په کال ۱۹۶۸ د اوکراین په کې نړۍ تر ټولو ستره هستوي حادثه را مینځ ته شوه.
12. چې په لمری کې د هایدروجن د دوو هستو د اتحاد له امله انرژي را مینځ ته کیږئ چې دا نرژي ځمکې ته راځئ.
13. چې هستوي انرژي د ګرین هوس ایفکټ لامل نه ګرځئ، له همدې کبله د ځمکې په تودوالې که هم رول نه لرئ.
14. چې هستوي بټۍ د برښنا تر ټولو نورو تائسیساتو لږ ځای ته اړتیا لرئ او یواځینې د انرژي د تولید فابریکه ده چې سون توکو د فاضله موادو د خوندی کولو مسؤولیت هم لرئ.
15. چې د هستوي انرژي د سون توکي تر ټولو نورو دستګاوو وړیا دئ.
16. چې په هستوي ریکټور باندې د یوې روپی لګښت د دولت خزانې ته ۹۰ پوله ګټه رسوئ.
17. چې د یوه هستوي ریکټور په جوړونه کې ۷۰۰ کسان اوږدمهاله او ۵۰۰ کسان لنډ مهاله دندې تر لاسه کوئ.
18. چې د یوه هستوي ریکټور د سون توکو میلې په دوو کالونو کې یو ځل د باید پاکې شئ.
19. چې د یوه هستوي ریکټور د جوړونې لپاره له ۵ څخه تر ۸ ملیارده ډالرو ته اړتیا شته.
20. چې هستوي انرژي د راتلونکې نسل یواځینئ د انرژي چینه شمیرل کیږئ.