کور / خبرتیا او پيغامونه / د خوست ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د خوست ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د خوست ولایت د افغانستان د جنوبي ولایتونو له جملې څخه دی چې جنوب او ختیځ لوري ته یې د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتنو قبايلو سیمې، شمال ته یې د پکتیا ولایت او لویدیځ ته یې د پکتیکا ولایت موقعیت لري.

د خوست ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 520,200 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د خوست متون ښار دی او په مرکز سربیره 12 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له ځاځي میدان، تڼي، سپيره، موسی خیل، صبري، اسماعیل خیل مندوزي، تیرزایي، نادرشاه کوټ، باک، ګربز، قلندر او شمل یا دوه مندو څخه عبارت دي.

په خوست کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.

هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.

د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د خوست په ولايت كې په ټولیزه توګه 254 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 238 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 9 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 7 بابه دیني مدرسې، 1 باب دارالحفاظ) 4 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې او 3 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.

د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 160,025 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 4,218 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.

همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 1,947 تنه د سواد د زده كړې په 133 بابه كورسونو كې د 74 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.

له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د خوست په ولايت كې د 10,262,591 امريكايي ډالرو په ارزښت 126 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 117 پروژې بشپړې شوې او 9 پروژې تر کار لاندې دي.

په 1390 کال کې د همدې ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 2,519 تنه وو چې د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.

د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د خوست په ولایت کې امنیتي ستونزې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د یو شمیر تعلیمي موسساتو تړل کیدل او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.

باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…