د لوګر ولايت نوی والي خلکو ته ور وپېژندل سو

د لراوبر اداره | اپریل 9th, 2012


د لوګر ولايت لپاره نوي ټاكل شوي والي نن ورځ د يوې غونډې په ترڅ كې ددې ولايت چارواكو او قومي مشرانو ته وروپيژندل شوو .
د سيميزارګانونو د خپلواكي ادارې په وړانديز او د ولسمشر په منظوري طاهرخان صبري چې له دې وړاندې د خوست ولايت مرستيال وو د لوګر د نوي والي په دنده وټاكل شوو .
په دې اړه ددې ولايت په مركز كې په جوړه شوي پراخه غونډه كې د سيميزو ارګانونو د خپلواكي ادارې مرستيال د ولسمشر سلاكار وزير شهزاده مسعود په ولسي او مشرانو جرګو كې ددې ولايت استازو او ددې ولايت ګڼ شمير اوسيدونكو هم برخه لرله .
په پيل كې د لوګر پخواني والي عتيق الله لودين وويل چې دې د ولسمشر په دې پريكړه خوشحاله ده او د هيواد په هر ځاي او هر وخت كې به د هيودوالو ترڅنګ وي .
وروسته ددې ولايت نوي والي طاهرخان صبري د خپلو خبرو په ترځ كې وويل چې دي به هڅه وكړي چې خپلې ټولې كړنې ددې ولايت د قومي مشرانو او علماو سره په مشوره او همغږي مخته يوسي .
صبري ژمنه وكړه چې په دې ولايت كې به د ادارې فساد په مخ نيوي او امنيت راوستو كې پوره هڅه كوي او لومړيتوب بۀ وركوي .
هغه له خلكو وغوښتل چې مرسته ورسره وكړي تر څو په شريكه ددې ولايت د بيارغونې او ښه والي لپاره كار وكړي .
دا يادولو وړ ده چې څو ورځي وړاندې د ولسمشر په منظورې د هيواد د څلورو ولايتونو فراه،لوګر،ارزګان او سرپل په ولايانوو كې بدلون راغي .

Copyright Larawbar 2007-2024