کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٦ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٦ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧٦ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٢١:- ډېر غوره سړى په تاسو کي هغه څوک دئ چي له عيبه پاک وي.
١٢٢:- غيبت معنا دا چي په يوه چا کي يو څه وي او ته ئې داسي يادوې چي که هغه په خبر سي نو خوا به ئې بده سي او بهتان معنا دا چي په يوه چا کي د داسي څه په اړه خبري کول، چي په هغه کي نه وي.
١٢٣:- د کوچنيانو سره په مهربانۍ وچلېږئ او هغوى د محبت په ښکلولو ونازوئ چي دا کار د انسان کريمانه کړنه ده.
١٢٤:- پر درو کسانو ترحم وکړئ:
لومړى : هغه کس چي عزت مند وي خو اوس خوار سوى وي.
دويم : هغه کس چي بډاى وي خو اوس غريب سوى وي.
دريم: هغه عالم چي په ناپوهانو کي بې نومه پاته سوى وي.
١٢٥: ډېر پوه سړى هغه دئ چي په خپله پوهه د نورو وګړو پوه زياته کړي.
١٢٦:- له ناپوهۍ څخه پرته بله بې وزلي نسته، له پوهۍ پرته بله بډايي نسته، او له فکرمندۍ څخه پرته بل عبادت نسته.
١٢٧:- د ايمان لرونکو خلکو شتمني د خلکو بې پروايي ده.
١٢٨: شرافت ا و آزادي د قناعت په رڼا کي راځي.
١٢٩:- په پيسو سره نه سئ کولاى چي په زړونو کي اثر واچوى مګر په ښه اخلاقو سره کولاى سئ چي د خلکو په زړو کي ځاى ونيسئ.
١٣٠:- ډېر جنايتونه او فسادونه د بدمرغۍ څخه رامنځ ته کېږي او يوازنۍ سرچينه ئې درواغ دي او درواغ د اولادو د نستي کولو او فقر يو لامل دئ.
نور بيا ………………….