کندهار : د تښتوونکو يوه ډله ونيول سوه

عطاالله محمدي | اپریل 12th, 2012


د کندهار ولايت د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وايي چي په دې ولايت کي ئې د تښتوونکو يوه ډله نيولې.
نوموړى وايي چي د يادي ډلي څخه پوښتنه ګروېږني رواني دي او د دې ډلي ترڅنګ ئې ١٥ تنه د بېلابېلو جنايي جرمو له کبله نيولي.
نوموړى همدا ډول وايي چي هغه دوولس کلن کوچنى چي څه موده وړاندي د غلو له لوري تښتول سوى ؤ، ژغورلى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024