کور / شعر / جانان جانان مه رانه غواړه ای نادان زړګيه

جانان جانان مه رانه غواړه ای نادان زړګيه

جانان جانان مه رانه غــــــــــواړه ای نادان زړګیه
نور دمرګي په خــوب ویده دی هغه ګران زړګیه

رویبارګونګی شو ښکته ګوري څه به وایي ماته
په زنکـــــــــــدن کې وؤ اشنا ستا په ارمان زړګیه

رنګ ته دې ګـــــــورم ژړه راشي خزان راغی په تا
علاج دې نشي ګرځوم دې په جهــــــــــــــان زړګیه

چې تورې خــــــــــــاورې اړاوم دیار په سپین بشر
نه وؤم خبر چې داسې هم شته امتحـــــــــان زړګیه

دا تورا شپه چې په تا راغلــــــه هیڅ رڼا به نه شی
تڼۍ دې وتړه نور مه شکـــــــــــــــوه ګریوان زړګیه

راځه راځه که ویده ګیګې نور ویده شـــــــــه خپله
للو للـــــــــــــــو کولی نشم یم ستـــــــــــــومان زړګیه

پس له مرګه به دیدن وي مرګ چې راشي ښـه دی
دعزرایل به په( شفق) وي ډیر احســـــــــــــان زړګیه