کور / روغتيا / کورکمن (زردچوبه)

کورکمن (زردچوبه)

د ۵ زرو کالو نه وړاندی د ایورودا (د سانسګریت په ژبه ژوند پوهنه) په هند کی مروج وو چی لا تر اوسه هم خپل ځای لری چی د طبیعی ترکیباتو په وسیله د ناروغیو درملنه ده. هغو کسانو چی په لومړی ځل د طبیعی بوټو (زموږ په اصطلاح یونانی طب) طبابت مروج کړد ننی طب بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږی. طبیعی کشف شوی ترکیبات په پراخه پیمانه د استعمال ساحه لری له هغی جملی څخه کورکمن یا زردچوبه چی د مختلفو ناروغیو په درملنه کی خاص اهمیت لری.

کورکمن هغه وخت د توجه وړ وګرځید چی د ایورودا د طب بنسټ ایښودونکو په ګرم مزاجو اشخاصو چی د معدی زخم او التهابی دردونو څخه په تکلیف وو ازمایش کړ او د درد د تسکین لپاره د یوی فوق العاده موثری مادی په شکل را څرګند شو

کورکمن په اصل کی د یو ډول نبات یا بوټی ریښه ده چی تریخ او تیز خوند لری او د غذا د خوند د ښه والی په منظور استعمالیږی چی په اسیایی طبابت کی له لرغونو زمانو څخه کاریده، په چینی طبابت کی د مختلفو ناروغیو لپاره لکه بواسیر،نفخ وباد، دژیړی یا هپاتیت کنترول په موخه کارول کیږی همدارنګه د کورکمن له غوړیو څخه د عطر جوړولو به صنعت کار اخیستل کیږی.

کورکمن یا زردچوبه په ګرمسیر اسیایی او افریقایی هیوادونو کی کرل کیږی چی هند، چین او اندونیزیا ددی محصول اصلی صادرونکی دی .

کورکمن انتی اکسیدانت خواص لری به عین حال کی د صفرا د ازدیاد سبب ګرځی ، کورکمن ضد التهاب، ضد سموم، ضد باکتری، ضد نفخ او د معدی مقوی ګڼل کیږی، همدارنګه کورکمن د کلوسترول د را ټیټیدو سبب ګرڅی چی د زړه او وریدی ناروغیو مخنیوی کوی. کورکمن د کولمو او معدی د انزایم د زیات والی سبب ګرځی او ممکن په زیاته اندازه استعمال یی د زخم سبب شی اما په معینه اندازه استعمال یی د معدی ترشحات زیاتوی او د معدی له زخم څخه مخنیوی کوی ، همدارنګه کورکمن ضد مکروبی خواص لری.

دپام وړ ټکی:

۱ د کورکمن د استعمال اندازه باید مراعات شی.

۲ کورکمن نباید په پلاستیکی ظروفو کی وساتل شی بلکه په رنکه شیشی ظروفو کی له رطوبت نه لری وساتل شی.

۳کورکمن د وخت په تیریدو سره خپل خواص له لاسه ورکوی همدا وجه ده چی تازه کورکمن تر زاړه بهتر ده.

۴ ورځنی مصرف د لویانو لپاره تر ۳ ګرامو پوری ښودل شوی دی چی په هندوستان کی یی له ۸ تر ۱۰ ګرامو پوری مصرف یی بی له جانبی عوارضو ثبت شوی دی.

دا هم د الله د نعمتونو څه یو نعمت دی چی باید واکلو واشربو ولا تصرفو پکښی مراعات شی.

ترجمه او تخلیص ـ ب. اندړ