پنجوايي : ۱۷۵ جريبه مځکه له کوکنارو پاکه سوه

د لراوبر اداره | اپریل 17th, 2012


کندهار افغانستان- په پنجوايي ولسوالي کي د ګډو افغان ځواکونو او ځايي محلي ادارې لخوا د کوکنارو د کښتونو اړولولپاره د پيل سوي کمپاين پرمهال تر دې دمه ١٧٥ جريبه مځکه ددې بوټي څخه پاکه سوې ده.
دغه کمپاين چي له اتو ورځو را په دېخوا دکوکنارو دکښت اړولو په موخه پيل سوي دسه شنبې په ورځ دغه کمپاين د پنجوايې ولسوالي د سپېروان کلي ته ورسېد
د کوکنارو د کښت د اړولو پر مهال د پنجوايې ولسوالي ولسوال فضل محمد اسحاقزي وويل چي له اتو ورځو يې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين ددې ولسوالي په بيلابيلو سيمو کي پيل کړي او په ترڅ کي يې يوسلو پنځه اويا جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

دکندهار د پنجوايې ولسوالي قوماندان سردارمحمد نظري وايې چي په پنجوايې ولسوالي کي تر پخوا مخکي امنيت ډېر تامين سوي او د کوکنارو د کښت د لمنځه وړولو پر مهال د هيڅ ډول امنتي ګواښ سره ندي مخ سوي او دوي کولاي سي چي په هر ځاي کي د کوکنارو کرل سوي کښتونه له منځه يوسي

بايد وويل سي چي د تېرو کلونو پر خلاف سږکال په کندهار ولايت کي لږ کوکنار کرل سوي چي د کرل سوو کښتونو د له منځه وړولو لپاره چټک کمپاين روان دي او تر دې مهال دکندهار په بيلابيلو ولسواليو کي د کوکنارو زيات کرل سوي کښتونه له منځه وړل سوي دي

Copyright Larawbar 2007-2024