کور / خبرتیا او پيغامونه / د استاد اولمير د ۳۰ تلين دغونډي خبرتيا

د استاد اولمير د ۳۰ تلين دغونډي خبرتيا

له هېواد څخه بهر اوپه هېوادکې دننه له ټولوهېواددوستو، هنر او فرهنګ دوستو په تېره بیا زموږ دوتلي، بې جوړې اونابغه استاد(استاداولمیر) دغږ اوهنر مینوالوته خبر ورکوو، چې۱۶ شپاړس ورځې وروسته داستاد ۳۰ دېرشم تلین را رسیږي .
موږ دجرمني په بایرن آیالت کې نېت لرو، چې ترخپله وسه د درانه استاد دېرشم تلین په ښه ډول ولمانځو ددې لمانځنې نېټه او ځای به په راتلونکې خبرتیاکې تاسوته ولیکو دانننۍ خبرتیامو یوازې ستاسو د همکاري او همغږي په خاطر ویبپاڼو ته ولېږله ترڅو تاسو خبرشئ اوله تاسو ټولو په تېره بیا له ټولوکولتوري خوځښتونو او درنومسؤلینو څخه یې دوستانه هیله کوو، چې دهېوادپه دننه اوبهرکې زموږ دمظلوم اومحبوب استاد ۳۰ دېرشم تلین له موږ سره هممهال ولمانځئ .
یادونـــــــــــــــــــــــــــــه :
موږ نن داطلاعاتواوکولتورله معین ښاغلي غلام نبي فراهي سره تیلیفوني اړیکه ونیوه هغه موږ ته ډاډراکړ، چې داستاد دېرشم تلین به په درنښت سره ولمانځي موږ له ښاغلي فراهي څخه مننه کوو، چې په دې اړوندیې هرکال له موږ سره همکاري کړې ده .
دهېوادپه دننه کې موله یوشمېر مشهوروسندرغاړوسره هم تیلیفوني اړیکې ونیوې هغوی هم داستاد د دېرشم تلین دښو لمانځلو وعده وکړه .
هیله ده تاسو هم دګران استاد د دېرشم تلین دلاښې لمانځنې لپاره خپل نظریات او پوښتنې دلاندې لینک په مرسته له موږ سره شریک کړئ .
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/contacts/new