کور / سپورټي / کرکيټ: د ننګرهار لوبډلي دغور هغې ته ماته ورکړه

کرکيټ: د ننګرهار لوبډلي دغور هغې ته ماته ورکړه

ننګرهارکرکټ منتخبې لوبډلې دولايتي سياليو په ترڅ کې غور ولايت لوبډلې ته هم ماتې ورکړه .
دکرکټ بورډ دختيځ زون مرستيال حاجي طاهر کاموال وايي دغه يوه ورځنۍ لوبي چې دسې شنبې په ورځ دغازي امان الله خان په نړيوال لوبغاړي کې ترسره شوه ننګرهار وکولاى شول چې غور لوبډلې ته په پنځه ويکټو ماتي ورکړي .
نوموړى زياتوي په دغه لوبه کې غور لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه او په دوه څلويښت اورونو کې دټولو لوبغاړو په سوزيدو سره يوسلو دوه ويشت منډې ترسره کړي .
دننګرهار لخوا په توپ اچونه کې کامران درې،احمدشاه اونسيم قصاب دوه،دوه اوباطن شاه يو لوبغاړى وسوزو .
دکرکټ بورډ دختيځ زون مرستيال وايي په ځواب کې ننګرهار کرکټ منتخبې لوبډلې وکولاى شول چې ياد هدف دپنځه لوبغاړو په سوزيدو سره په درويشتم اور کې پوره اوپه دې سره غور لوبډلې ته په پنځه ويکټو ماتي ورکړي.
دننګرهار لخوا په توپ وهنه کې نجيب ترکي څلورپنځوس، احمدشاه پنځه ويشت او سليمان دولت زي شل منډې ترسره کړي .
تردې وړاندې ننګرهار کرکټ منتخبې لوبډلې زابل او بلخ ولايتونو لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه