یو امریکایی او یو برتانوﺉ پوځي ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 18th, 2012


پنتاګون رسمأ اعلان وکړ چی درې ورځی مخکی په هلمند ولایت کی یو امریکایی مرین پوځي ووژل سو ، خو دا یې و نه ویل چی هغه ماین والوزاوه او که مرمۍ وواژه .
بلخوا ، د انګلستان د دفاع وزارت هم رسمأ اعلان وکړ چی یو برتانوﺉ پوځي نن د انګلستان د برمنګهم د الیزابت په روغتون کی د هغو زخمونو څخه مړ سو چی یوه هفته مخکی په هلمند ولایت کی ماین چاودنې ور اړولي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024