کور / شعر / پښتو لنډۍ

پښتو لنډۍ

سترګک دسترګو پلو لاندی
موسکا دشونډو ورسره اوربلوینه
خندا دتا سپین دی غاښونه
مرورزړه مې دکلوپخلاکوینه
کوڅئ دی دری ځلی اوبدلي
دخامکې ټټرپه مخ قدم وهینه
څنګ ته مې کینه زړه مې ژاړي
ستا دښکلا په کتو ګوندې صبر شینه
غوږدی نژدی نیسه دی غږ ته
پټي خبري په شپیلئ کښې درلیږمه
زه او ته ناست یوڅنګ په څنګ کښې
دمیني زړونه شنه اسمان هوس کوینه
داخیالي ستوري مونږ ته ګوري
په موسکا شونډویې رڼا راوروینه
دادنیاګئ دمینی ساته
دغوټئ پاڼه ده خزان به یې مړاوي کړینه
۱۹.۰۴.۲۰۱۲