کور / تازه خبرونه / اصف زرداري د الوتکې غورځېدو د پېښې پلټنو امر ورکړی

اصف زرداري د الوتکې غورځېدو د پېښې پلټنو امر ورکړی

اسلام اباد:د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له اسلام اباد سره نېږدې د الوتکې د غورځېدو پر پېښې د زښت خپګان او خواشینۍ څرګندونه کړې ده.د پاکستان دولتي خبري اژانس (اسوشي اېټډ پریس آف پاکستان) وايي، الوتکه له اسلام اباد سره نېږدې د حسین اباد په سیمه کې غورځېدلې ده.زرداري ویلي، د اپرېل پر ۲۰مه پر دې پېښې زښت خپه دی چې د رسنیو له وینا سره سم، په کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.اژانس لیکي، له کورنیو سره د خواخوږۍ پر څرګندونو سر بېره زرداري اړونده چارواکو ته ویلي، د مرستندویه کارونو له پاره دې هر ممکن ګام واخلي.زرداري ویلي، په اسلام اباد او کراچۍ کې دې د مالوماتو څانګې جوړې کړل شي چې د پېښې ښکار شویو کورنیو ته پر وخت ټول مالومات ورسول شي.بیان وايي، زرداري امر کړی دی چې د پېښې پوره پلټنې دې وکړل شي او رپورټ دې ولسمشر ته ورکړل شي.