کور / تازه خبرونه / سپنتا: امريکا به تر ٢٠٢٤ کال پوري نظامي حضور ولري

سپنتا: امريکا به تر ٢٠٢٤ کال پوري نظامي حضور ولري

د افغانستان د ملي امنيت د شورا رئيس ډاکټررنګين دادفر سپنتا وايي د امريکايي پوځيانو نظامي عمليات او مرسته به لږ ترلږه يوه لسيزه د نړۍ والو ځواکونو تر وتلو وروسته هم دوام وکړي.
اسوشيېټيډ پريس آژانس د ډاکټر سپنتا په حواله وايي امريکا به تر ٢٠٢٤ کال پوري نه يوازي له افغانستان سره نظامي مرسته کوي، بلکي په سياسي، اقتصادي او د بيا رغوني په چارو کي به يې هم مرستي دوام لري.
راپور وايي ډاکټر سپنتا دغه څرګندوني د مشرانو جرګې غونډي ته د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون په باب د معلوماتو د ورکولو پر مهال کړي دي.