دهلمندپوليسو يوتن ماين ښخونكى نيولي دي .

خان زمان کاکړ | اپریل 5th, 2008


 


 


دهلمندولايت دپوليسو مشر وايي چې تيره شپه يي دګرشك په ولسوالۍ كې يوداسي سړى نيولي چې پنځه ماينونه  يي له ځان سره ليږدول .دهلمندامنيه قوماندان وايي كه دغه ماينونه چاوديدلاي واي نو بيګناه خلك به يي وژلي واي


دپوليسو مشر محمدحسين انډيوال  وويل چې  دغه تن يي دګرشك ولسوالۍ په ښورا سيمه كې نيولي دي .


هغه وويل چې دغه تن په يوه موټركې دغه ماينونه ليږدول .


امنيه قوماندان وويل (( كه دغه ماينونه چاوديدلي واي نو ډېر بېګناه ولسي وګړي به يي وژلي و اي ))


په هلمندولايت كې په دې ورستيو كې  دماين چاودني ډيري شوي .


تيره ورځ په يوه چاودنه كې دپوليسو ديوه افسر په ګډون درې تنه پوليس وژل شوي وه .

Copyright Larawbar 2007-2024