مرحوم موسی شفيق د روسانو په ناولي نيت پوهېده
د مجاهد ولس84 مه ګڼه 1367 كال
لاندينۍ مقاله چې څو كاله پخوا په مجاهد ولس كې نشر شوې د ارواښاد شفيق صاحب په سمينار كې يو ځل بيا ولوستل شوه.
درنو وطنوالو!
د ښايسته ډېر وخت راهيسی په دې فكر وم چې دمرحوم موسی شفيق د صدارت په دوران يوه رساله خپره او هغه څه را ښكاره كړم چې راته معلوم او پخپله خوله يې راته ويلی وو خو د مهاجرت د ستونزو نه ډك ژوند ددې موقع نه راكوله چې په دې هكله خپلو يادداشتونو ته مراجعه او عملی اقدام وكړم. خوكله مې چې په تېر ډسمبر كښې لندن ته سفر وكړ هلته په يوه دوستانه كتنه كښې چې څو تنو مجاهدو شخصيتونو پكښې برخه درلوده د وطن د اّزادۍ او نورو مسايلوپه ضمن كښې د مرحوم موسی شفيق موضوع را منځ ته شوه نو ما هم پخپل نوبت د هغه ارواښاد په هكله څو خبری وكړې؛ په دغه مجلس كښې محترمه فاطمه ګيلانی هم ناسته او د انتقاد په ډول يې ماته وويل:
ولې دغه حقايق د وطنوالو دخبرتيا په منظور په مجاهد ولس كښې نه خپروې؟ هغې خپلو خبرو ته داسې دوام وركړ: « د روان جهاد په دوران كښې په هر چا هر څه وليكل شول خو د شفيق صاحب په هكله هيچا هم حقايق را ښكاره نه كړل او دا يو لوی ظلم دی.»
دغه وخت زما پخواني احساس قوت وموند او د ځان سره مې په زړه كښې ټينګه فيصله وكړه چې د ارواښاد موسی شفيق د صدارت د دوران په هغه برخه رڼا واچوم چې د «افغان ملی جريدې د مسوول چلوونكی په حيث او دغه راز په هغگو نورو شخصی ملاقاتونو كښې چې زما او د هغه تر منځ په مستقيم ډول پری بحث شوی و راښكاره كړم. (البته اوس به يوازې د هغو دوو ملاقاتونو جريان تاسو درنو لوستونكو ته په عرض ورسوم چې يو يې د شفيق د صدارت په دوران او بل يې د نوموړی د صدارت او زندان نه وروسته دورې پورې مربوط دی.) دا هم بايد ووايم چې زه او شفيق د يوې ولسوالۍ اوسيدونكی او هغه وخت چې زه دكابل پوهنتون محصل وم شفيق صاحب مونږ ته د منطق درس راكاوه او زما استاد و.
افغان ملی جريده او دموسی شفيق حكومت:
لكه څنګه چې افغانستان پيژندونكی امريكائی پروفيسور دوبری خپل كتاب كښې ليكلی افغان ملی جريده په افغانستان كښې د پارلمانی ديموكراسۍ او پښتونستان غوښتونكی وه.
هو! د وطن د اساسی قانون د ارزښتونو په رڼا كښې د ديموكراسۍ تحقق او د وطن دملی منافعو نه دفاع ما خپله ايمانی او وجدانی وظيفه ګڼله نو په همدغه وجه دمرحوم ډاكتر عبدالظاهر او مرحوم موسی شفيق د حكومتونو له خوا د يو لړ مشكلاتو سره مخامخ وم.
د مجاهد ولس د جريدې په څيرگ د «افعان» ملی جريدي سره هم د وطن د نوميالو سياستمدارانو او ليكوالو له خوا په دوامداره توګه قلمی همكاری كيدله چې د هغې جملی نه مرحوم محمد هاشم ميوندوال، مرحوم ګل پاچا الفت، مرحوم پوهاند عبدالحی حبيبی، مرحوم بينوا صاحب، محترم سيد شمس الدين مجروح، ارواښاد رښتين، ارواښاد قيام الدين خادم ارواښاد پوهاند حبيب الله تږي، ارواښاد صديق روهی، جناب عبدالله بختانی صاحب اومحترم حبيب الله رفيح او داسې نور د يادولو وړ دي؛ حتیمرحوم تورن جنرال خان محمد خان مرستيال د افغانستان د اردو په باره كښې په پوځی لحاظ يوه داسی اوږده تحليلی مقاله وليكله چې هضمول يې د ارګ لپاره اسان كار نه و ځكه چې د اردو ټولې خلاګانی يې په ګوته كړې وې.
دغه راز په روانو حالاتو باندې تبصری او هغه سياسی تحليلونه، انتقادونه او نور ډول ډول حقايق چې په نوموړې جريده كښې خپريدل دحكومتونو د پاره يې تحمل مشكل و او همدغه كار ددې سبب شو چې څو ځله نوموړې جريده ددغودوو حكومتونو له خوا مصادره شوه.
ددې خبرې تذكر دلته لازم ګڼم او بايد ووايم څرنګه چې «افغان» يوه رښتيانۍ ملی جريده وه نو ملت يې هم تر شاه ولاړ و حتیكله يې چې 47 مه ګڼه د ډاكتر عبدالظاهر د حكومت له خوا مصادره شوه نود ملت 118 وكيلان د احتجاج په ډول د 1351 كال د اسد په 9 مه نيټه د ولسی جرګی نه صدارت ته ولاړل كه څه هم چې حكومت په هماغه ورځ د ملت دنمايندګانو د جدی غوښتنی په اساس «افغان» د مصادری نه اّزاد كړ؛ خو ددې باوجود هم وكيل صاحبانو ډاكتر عبدالظاهر ته خپله كركه او يو نوعه سلب اعتماد اعلان كړ.
ډاكتر عبدالظاهر دهمدغی ورځی په مازديګر پادشاه ته ورغی او خپله استعفاء يې وركړه مګر پادشاه په هغه ورځ ونه منله چې څلويښت ورځی وروسته بيا هماغه استعفا د پادشاه له خوا قبوله شوه (البته د اخبار د مصدارې په شمول دا ټول جريان د 1351 كال د اسد په نهم ماښام بی بی سی په مفصل ډول خپور كړ) شفيق صاحب د خپل صدارت په دوران كښې د لومړي ځل لپاره يومطبوعاتی كنفرانس جوړ كړاو په همدغه منظور د اّزادو جرايدو ټول مسوول چلوونكی د اطلاعاتو اوكلتور وزارت ته وغوښتل شول چې د هغه ځايه په موټرو كښې صدارت ته لاړ شي كله چې د اّزادو جرايدو چلوونكیحاضر شول موټرو ته د ختو سره سم د اطلاعاتو او كلتور د وزير ښاغلی صباح الدين كشككی له خوا د صدراعظم د مطبوعاتی كنفرانس د پروګرام په باب يوه پاڼه هر مسوول چلوونكی ته وركړل شوه چې په هغی كښې د پروګرام نه علاوه داسې ليكل شوی وو: «يوازې د پښتونستان په باره كښې پوښتنی نشئ كولی» زه موټر ته ختلی وم بيرته را ښكته شوم او ومی نه غوښتل دغسی يو كنفرانس كښې برخه واخلم چې دمطبوعاتو اّزادی يې سلبوله او د پښتونستان په باره كښې مې پكښې پوښتنه نشوه كولی؛څرنګه چې زه د اّزادو جرايدو او ليكوالانو د اتحاديی مرستيال وم نو په هماغه ورځ مې د نوموړې اتحاديی په غړو باندې چې په مطبوعاتی كنفرانس كښې يې برخه اخستی وه د انتقاد په ډول د اتحاديی رئيس ښاغلی يوسف فرند ته خپله استعفا وړاندې كړه چې متن يې په جرايدو كښې هم خپور شو.
بايد ووايم چې د ښاغلی شفيق د صدارت په دوران كښې هم څو ځله افغان مصادره شو.
د هلمند د اوبو موضوع:
د هلمند د اوبو په موضوع كښې افغان جريدې خاص موقف درلود نو افغانستان ته د ايران د صداعظم امير عباس هويدا له راتګ نه درې ورځی دمخه دشپی د اتو بجو په خبرونو كښې «افغان» داسی مصادره شو چې بيا يې د شفيق صاحب په دوران كې ماته د چلولو امكان ميسر نشو. (دلته ددې خبرې تذكر هم لازم ګنم چې هماغه وخت جناب عبدالغفا فراهی په ولسی جرګه كې د فراه د بالا بلوك وكيل يوه جامعه بيانيه په پارلمان كې وركړې او ما هغه پخپل كتاب كې را اخستی ده؛ او نوموړي هم افغانستان د ديموكراسۍ او جمهوريت په كلونو كې كتاب چاپ ته سپارلې.)
د جريدې د مصادری نه درې مياشتی دمخه په جريده كښې په شفيق صاحب باندې د يو انتقاد په خپرولو زه د شفيق صاحب په امر په جلال اّباد كښې بندی شوم خو د څو محدودو ورځو بند نه وروسته يې بيرته اّزاد او جريدې هم په خپريدو پيل وكړ چې دغه جريان هم د افغان جريدې او هم نورو جرايدو هماغه وخت خپوركړی دی هغه ورځو كې چې زه حكومت په جلال اّباد كښې بندیكړی وم د لوی اختر ورځې وې؛ زندان ته زما د پوښتنی او اختر مباركۍ په خاطر ډېر دوستان راغلل چې په هغې جمله كښې يو مرحوم محمد هاشم ميوندوال و؛ميوندوال صاحب چې راغینو د حكومت د موظفو اشخاصو نه علاوه نور افغانان هم حاضر وو، ميوندوال صاحب د راتګ سره سم په يوه لنډه بيانيه كښې حاظرين مخاطب كړل او داسې يې وويل: «د اختر د مباركو ورځو په خاطر د افغانستان پادشاه د يو شمير بنديانو د بند پاتیموده وبښله چې په هغو كښې جنائی بنديان هم شامل وو مګر صدراعظم يې د وطن د يو نوميالی اخبار وطن دوست چلوونكی په دې جرم د اختر په ورځو كښې زندانی كوي چې په ده او دده د حكومت په اجرااتو باندې يې انتقاد كړيدی نو ددې نه تاسو د افغانستان د ديموكراسۍ اټكل كولې شئ.»
د ميوندوال صاحب ددغې لنډې اومعنی دارې بيانيی نه څلور ساعته وروسته د ننګرهار والی محمد ګل سليمانخيل زندان ته راغی او ما ته يې د سرماموريت په توقيف خانه كښې داسی وويل. «صدراعظم صاحب په فارم هډه كښې تشريف لري ماته يې تليفونیامر وكړ چې دلته راشم او تاسو ته د زندان نه د وتلو امر پخپله ابلاغ كړم.»
د ننګرهار والی راته د سرماموريت په حويلۍ كښې ورو وويل: شفيق صاحب ماته په تليفون كښې وويل: زه غواړم سم دستی ولس مل سره د هډې په فارم كښې وګورم» مګر ما د والی سره ونه منله ددې ورځی په سبا د ننګرهار والی د زيات ټينګار په اساس چې مرحوم الفت صاحب ته يې هم په دې برخه كښې تكليف وركړی و زه حاضر شوم شفيق صاحب سره د هډې په فارم كښې وګورم (چې البته ددغه ملاقات جريان به زه په يو بل مناسب فرصت كشې د وطنوالو اطلاع ته ورسوم كه خدایكول).
د پورتنی لازم تذكر نه وروسته غواړم په اصل مطلب خبری وكړم او هغه دا:كله چې د ايران د صدراعظم د راتګ نه درې ورځې دمخه «افغان» مصادره شو نو د مصادری نه يوه مياشت وروسته زه شفيق صاحب د بلخ د ولسوال په حيث مقرر كړم، همدغه وخت زه د كامید ولسوالۍ دخلكو له خوا په يوه قومي جرګه كښې چې د كامی د برحال وكيل مرحوم فضل الله فياض د ورور ارواښاد ملك دلاور خان په ځای كښې قومی سپين ږيرو او مشرانو وكړه د ولسی جرګیڅوارلسمی دورې ته كانديد شوم نو ما هم پخوا له دې چې بلخ ته لاړ شم د بلخ د ولسوالۍ نه استعفا وكړه كله چې شفيق صاحب زما د كانديدۍ او استعفا دموضوع نه خبر شو نو د كامی سپين ږيری يې لومړۍ جلال اّباد او بيا يې كابل ته راوغوښتل او د هغوی سره يې د قرغی په كور كښې وليدل او د ملاقات په دوران كښې يې هغوی ته داسی وويل: زه تاسو نه خواهش كوم او تاسو زما له خوا د ولس مل نه خواهش وكړی چې د كانديدۍ د قانونی وخت پوره كيدو پورې چې تقريباً دوه مياشتی لا ورته پاتی دي خپلی وظيفی ته لاړ شي، شفيق صاحب د كامی سپين ږيرو ته دا هم ويلی وو كه په ما باور نلرئ نو زه به د انتخاباتو په دوران كښې خپل كارت امضاء او د ولس مل په صندوق كښې به يې واچوم. د كامی سپين ږيری د قرغید ملاقات نه وروسته راساً په كابل كې زما كور ته راغلل او د ټول جريان نه يې خبر كړم او دائی هم راته وويل چې اوس مونږ خواهش كوو چې موقتاً بلخ ته لاړ شې. دهمدغی ورځی په ماښام د پښتنی تجارتی بانك رئيس مرحوم جنت خان غروال چې زما نهايت زيات دوست و راغی ماته يې وويل: تاسو نن شپه صدراعظم صاحب غوښتی ياستۍ زه په همدغه منظور راغلی يم په لسو بجو به صدرات ته زما سره ځئ ما هم ور سره ومنله. هلته چې لاړو څرنګه چې شفيق صاحب يو پركاره صدراعظم و نو دملاقاتونو لړۍ د صدارت په ګلخانه كښې دشپی له خوا هم روانه وه او ډېر خلك منتظر ناست وو چې اكثر يې د ولسی جرګی وكيلان وو؛ زه يې په يوولسو بجو وغوښتم، زما نه دمخه د فراه د بابلوك وكيل جناب عبدالغفار فراهي نوبت و. خدای بښلي جنت خان غروال زه د ملاقات تر ځايه بدرګه كړم او د شفيق صاحب سره د روغبړ نه وروسته سم دستی بيرته له كوټی نه ووت او زه او شفيق صاحب يوازې پاتی شوو.
مهمی خبرې:
غروال چې ووت ارواښاد شفيق خپل ښی لاس په چپه سينه كېښود مخ يې ماته راواړاوه او وې ويل: «بس دې نور می زړه مه ځوروه، ډېر دې وځورولم، زما ګناه داده چې صدراعظم يم تا پسی منډې وهم او ته رانه تښتی، كه زه صدراعظم نه يم بيا به ته راپسی منډې وهی او ما به نشې پيدا كولی.»
مرحوم شفيق خپلو خبروته داسی دوام وركړ: افغانستان د يوې ډېرې حساسی مرحلې نه تيريږي په دغه حساسه مرحله كښې زه او ته يو د بل همكارۍ ته د وطن په خاطر ضرورت لرو، ته خبر يې او كه نه وطن د يو خطرناك سيلاب دخطر سره مخامخ دی اوكه ددې وطن پوه ځلميان او بادرده خلك سره لاسونه او فكرونه يو نكړي نو ټول وطن به په دې سېلاب كښې لاهو او د وچو د غمه به لامده هم وسوځي.»
خدای شاهد دی چې زه د شفيق صاحب په خبره سم پوه نشوم چې د خطرناك سيلاب نه يې مطلب څه دی؟
ما ورته په ځواب كښې په پوره صراحت وويل: شفيق صاحب تاسو ما سره دوه ظلمونه وكړل يو دا چې زما اخبار مو مصادره كړ او په دی وسيله مو هغه ديموكراسی له ستونی ونيوله چې د نوی اساسی قانون له بركته د افغانستان دخلكو په نصيب شوې وه؛ په هر وطن كښې چې د ژبی او قلم اّزادي نه وي هلته ظلم او استبداد حكم فرما وي، او بل دا چې د اخبار دمصادری نه مو وروسته زه د بلخ ولسوال مقرر كړم نو اوس كه زه بلخ ته لاړ شم تاسو بيا زما نه د كانديدۍ حق سلبوئ او په دې توګه غواړۍ چې خپل د كاكا ځوی صداقت ته د كامی د وكالت زمينه مساعده كړئ.»
دغه وخت شفيق صاحب بيا خپل ښی لاس د چپی سينې په تی باندې كېښود سترګی يې له اوښكو ډكی شوې او په يو تاثرناك حالت كښې يې ماته وويل:«بس دی نور می زړه مه ځوروه، زه درته څه وايم اوته په څه اپلتو سر يې؛ زه ديموكراسی له ستونی نه نيسم او په هيڅ صورت په افغانستان كښې د ظلم واستبداد طرفدار نه يم زه پخپله د غريب سړي ځوی يم او ظلم واستبداد ته په كركه ګورم ما تاته دمخه وويل چې وطن د يو سيلاب د خطر سره مخامخ دی په دې وخت كښې زه او ته يو د بل همكارۍ ته ضرورت لرو؛ داسی فكر وكړه چې ستا اخبار د يو وخت د پاره ويده دی، زه ستا د كانديدۍ او وكالت مخه هم نه نيسم د تاريخی حساسو شرايطو په اساس تا غوندې يو با احساسه افغان ته په ولسی جرګه كښې ضرورت دی او دا ستا په خاطر نه بلكی د وطن په خاطر ځكه چې په وطن سيلاب را روان دی.»
ما ترې په تعجب سره داسی پوښتنه وكړه: شفيق صاحب د څه شي سيلاب؟
شفيق صاحب راته وويل: د روسيی له خوا يو سور سيلاب په وطن را روان دی.»
ما ورته وويل: تاسو داسینوی خبرې كوی چې زما د فكر نه لوړې دي تاسو په دې نظر ياستۍ مګر ستا وطنوال بيا ستا په باره كښې بل ډول قضاوت كوي، خلك د هلمند په اوبو او د ايران سره په دغه ډول معامله تاسو نه ډېر زيات خپه او متاثر دي.
شفيق صاحب راته په ځواب كښې وويل:
هو! «د افغان د مصادري يو علت د هلمند اوبه دي، هغه څه چې زه وينم تاسو يې نه وينی او ملت به يووخت په دې خبره پوه شي چې مونږ د ايران سره د هلمند د اوبو زړه لانجه ولی ختم كړه؟» شفيق صاحب نور هم وضاحت وكړ او زياته يې كړه: «روكيه! اسلام او وطن دواړه دخطر سره مخامخ دي، مونږ غواړو چې ورو ورو د روسيی له جنجاله د افغانستان ملت خلاص كړو.» ما ترې بيا پوښتنه وكړه: ايا پادشاه به هم دغه نوی تحول ته حاضر شي؟
شفيق صاحب وويل: «هو! پادشاه هم نور تر پزې رسيدلی او خپل وروستی تصميم يې نيولی دی.»
هغه خپلو خبرو ته داسی دوام وركړ: مونږ په لومړي قدم كښې د سره سيلاب د مخنيوي د پاره د دو مسلمانو ګاونډيو هيوادو همكارۍ او د هغوی سره دوستانه مناسباتو ته اړ يوو خصوصاً ايران چې په راتلونكی وخت كښې به مونږ سره ډېرې اقتصادي مرستی وكړي.»
ما ورته وويل:
شفيق صاحب نور مو څه ډول اقدامات كړي دي؟
شفيق صاحب وويل:
«دا يوه ډېره مشكله مرحله ده، په دې مرحله كښې په پوره هوښيارۍ او احتياط سره بايد د هدف خواته چټك قدمونه واخستل شي تر څو ټول ملت دې خطر ته متوجه شي؛ څه موده دمخه ما دكابل ښار د جوماتونو ملاامامان او ځينی دينی علماء راوغوښتل او ورته ومې ويل زه تاسو نه دا پوښتنه كوم چې خلقيان او پرچميان څنګه د لينين د ناولي كتاب نه داسی مطالب راوباسی چې په پارك زرنګار كښې درې ساعته پرې خبرې وكړي او خلك ورته غوږ ونيسی او تاسو د خدای «ج» د حق كلام پاك قراّن نه داسی څه نشئ راويستلی چې خپل وطنوال خپل مسووليت ته متوجه كړئ، ما په راډيو كې اّذانونو ته اجازه وركړه، ما د شهرې غُلغُلې په نوم شرابخانه ويجاړه او دغه راز مې يوه كليسا هم ورانه كړه، زه راډيو ستاسو په اختيار كښې دركوم وګورم چې تاسو كښې كوم يوځوان په داوطلب صورت دغه خدمت ته حاضريږي چې دخپلو خلكو اذهان تنوير كړي؟ نو هماغه و چې مولانا كشاف ګوته جګه كړه او وې ويل زه دې كارته داوطلب يم، ما هم موقع وركړه اوراديو ئي پروګرامونه يې هم زما او هم د نورو وطنوالو د قناعت وړ دي چې البته دا كار به په راتلونكی وخت كښې نور هم انكشاف وكړي او موثر پروګرامونه به دتطبيق لاندې ونيسو» كه رښتيا ووايم تر دغه وخته چې لا زما ذهن د سره سيلاب دخطر په هكله دومره ښه روښانه شوې نه و، دغو خبرو ماته داسی مثال درلود لكه سړی چې له درانه خوب نه يو ناڅاپه راويښ شي نو شفيق صاحب ته می وويل:
كه داسی وي نو بيا سمه ده، اوس چې د وطن سوال دی، د اسلام سوال دی او وطن ته د كمونيزم د خطر سوال دی نود وينی تر وروستۍ قطری درسره په دې لار كښې ولاړ يم» زما په دې خبرو دشفيق صاحب تندی وغوړيد او وې ويل:
«ما درنه همدغسی توقع درلوده.»
دغه ملاقات چې د شفيق صاحب د صدارت په وروستی مياشت زما او د هغه ترمنځ د صدارت په ګلخانه كښې وشو په هماغه شپه دا راته ثابته شوه چې موسی شفيق د يو بيدار وطن دوست، واقعی مسلمان او دمملكت د يو مسوول شخص په صفت وطن ته د كمونيزم او سره سيلاب خطر د بل هر افغان نه ښه درك كړی و.
په همدغه شپه د رارخصتيدو نه دمخه شفيق صاحب ماته يو پاكټ راكړ او راته وې ويل: