پکتيا:۳۲۰۰ ښوونکو مسلکي زده کړه وکړه

د لراوبر اداره | اپریل 25th, 2012


په پکتيا ولايت کې ۳۲۰۰ ښوونكو ته د افغان ښځو ښوونيزې موسيسې (AWEC)له لوري  مسلکي روزنه ورکړل شوه.
 
دغه پروګرام چې له دوه کلونو راهيسې د ښوونځيو د ښوونکو د وړتيا لوړونې په موخه پيل شوی ؤ نن د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېده.
 
په پکتيا کې د دغه پروګرام پر مخ وړونکی انجنر سيد حسن همکار وويل چې دوئ د پياوړو ټرېنرانو په واسطه وکولی شول چې په تېرو دوو کلونو کې ښوونكو ته مسلکي زده کړې ورکړې.
نوموړي زياته کړه چې د دوئ دغه پروګرام دوه برخې لرلې، يو يې  د ښوونکو له پاره مسلکي زده کړې وې او بل هم ميتوديکې زده کړې يا د وړتيا لوړونې  پروګرام و چې دواړه يې د ده په خبره په تېرو دوو کلونو کې په ښه ډول پر مخ تللې دي.
دی دا هم زياتوي  تر اوسه پورې دوئ د پوهنې رياست له لوري ورپېژندل شوي ۳۲۰۰ ښوونکو ته زده کړه ورکړې ده او اوس کولی شي چې ښوونکي له کومو ميتودونو څخه د زده کړې پر پروسه کې ګټه اخلي.
 
په پکتيا کې د پوهنې رياست اداري مرستيال ناصر حکمت  وويل چې دوئ د يادې ادارې له دې سرته رسېدلي پروګرام څخه خوښ دی او په ډېر ښه ډول يې ښوونکي مسلکي شوي دي.
 
د يادونې وړ ده چې د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې دوئ په پکتيا کې ۳۱۱ تعليمي ادارو له پاره ۳۵۰۰ ښوونکي لري چې په دغو ټولو ښوونکو کې ۳۲۰۰ ښوونکي د يادې ادارې له لوري مسلکي شوي او د تدريس د ميتود لارې چارې ورښودل شوې دي.
 
دا په داسي حال كې ده چې په ټول هيواد كې د پوهني په وړاندې يوه لويه ستونزه د مسلكي ښوونكو نشت ده چې ډيري ذده كوونكي ترې سر ټكوي خو د پوهني د وزارت د چارواكو په خبره دغه ستونزه په يو وار نشي حل كيدي خو دوي هڅه كوي چې د مسلكي ښوونكو د نشت ستونزه حل كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024