کور / روغتيا / مالګه ! ډیره که لږ؟ نه ـ نه لږ

مالګه ! ډیره که لږ؟ نه ـ نه لږ

مالګه یو له هغو موادو څخه ده چی زموږ په ورّځنی ژوند کی دایم او قایم ځای لری ، که له یوی خوا مالګه د بدن عصبی سیستم مرستندویه ده او د عضلاتو ّ صحیح فعالیت کی رول لری له بلی خوا د نورم او اندازی نه زیات مصرف یی خطرات او عواقب هم لری. د مالګی اضافه مصرف د وینی فشار د لوړوالی سبب ګرځی همدارنګه قلبی او وریدی ناروغی را مینځ ته کوی. که چیرته مالګه په معینی اندازی مصرف شی او د انسان بډوډی سالم وی اضافه مالګه د ادرار سره خارجیږی، مګر که بډوډی سالم نه وی  او یا صحیح فعالیت ونشی کړای مالګه ددی موجب ګرځی تر څو په وجود کی اوبه ذخیره شی چی د بدن د ځینوقسمتو د پړسوب سبب ګرځی.څومره مالګه چی بدن ورته ضرورت لری باید استعمال شی خاصتا د اسهال ، استفراق او یا د ګرمی په موسوم کی تر څو ضایع شوی مالګه تکافو شی.


د لوړ فشار د مخنیوی په منظور باید له مالګی څخه ډیره کمه استفاده وشی او له کنسرو شویو موادو او چپس څخه چی ډیره مالګه لری جدا پرهیز وشی، په خوړو کی د مالګی په ځای له تروو موادو لکه سبزیجات او لیمو څخه ګټه واخیستل شی.


ځینو تحقیقامو ښودلی چی د مالګی د زیات مصرف او د سر د ویښتانو د توییدو ، بد خوبی او بی خوبی تر مینځ مستقیم مناسبت وجود لری او دمالګی اضافه مصرف د هډوکو د پوکی سبب ګرځی.


مالګه کومه چی موږ په ورځنی ژوند کی استعمالوو باید خالصه او تصفیه شوی مالګه وی ځکه ځینی مخلوط او نا خالص مواد په مالګه کی وجود لری چی پر بډوډو ، ځیګر او هضمی سیستم ناوړه اغیزه اچوی په خاص ډول پر هغو کسانو چی ددی اعضاوو د ناروغی سابقه یی تیره کړی وی او همدارنګه اضافه مالګه په بدن کی د اورسپنی د جذب مخه نیسی.


د مالګی اضافه مصرف تر دی اندازی خطرناک ده چی د امریکا ددرملو  انجمن پر درملو او خوراکی موادو د نظارت له سازمان څخه غوښتنه کړی تر څو سودیم له خوراکی موادو څخه حذف کړی . د روغو او صحتمندو کسانو لپاره تر۲،۳ګرامه(یوه د چایخوری کاچوغه) مجاز ده که چیرته عمر تر ۵۰ لوړاو یا په لوړ فشار اخته وی دا اندازه ۱،۵ ګرامو ته باید را ټیټه شی.


که چیرته د مالګی مصرف په غذا کی کم کړی ممکن تاسو ته خوندوره نه وی ولی وروسته له ۱۰ تر ۱۲ اونیو د بی مالګی خوړو سره به داسی عادت شی په هماغه اندازه چی د مالګینو خوړو سره عادت وی.


په ځینو مواردو کی د هغی مالګی ډیر تبلیغات کیږی چی یود لری، باید په یاد ولرو چی دا په دی معنی نده چی د مالګی په مصرف کی اصراف وکړو. ډاکتران عقیده لری چی ورځنی د بدن یود له ۱۰۰ تر ۳۰۰ میکروکرامه ده که دا اندازه له ۱۰۰ میکروګرامه څخه لږ شی ممکن د جاغور سبب شی . یود په خوراکی موادو،حیوانی خوراکی موادو او نباتاتو او سبزیجاتو کی هم وجود لری چی هضمی دستګاه لپاره په اسانی دجذب وړ ده .  لپاره ددی چی د مالګی یود حفظ شی مالګه هغه وخت باید خوړو یا دیګ ته ورواچوله شی چی خواړه نور پاخه شوی وی تر څو یود د مداوم حرارت په نتیجه کی له مینځه ولاړ نشی.


یو ځل بیا دا ویل لازم ګڼم چی د یود د اخیستو په منظور د مالګی اضافه مصرف ضرور نده ځکه چی مالګه د لوړ فشار، قلبی، وریدی او څینو نورو ناروغیو سبب ګرځی.


د مالګی ورځنی دوز له ۲ تر ۳ (یوه چایخوری کاچوخه) ده حال دا چی د خوړو له لیاری ممکن تر دریوکاچوغو او ان اضافه له هغه د خوړو له لیاری واخلوچی د بدن لپاره ضرر او تاوان لری.په هیڅ شی کی اصراف ضرور نده حتی د اوداسه په اوبو کی.